د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۹

په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې ٤٤ وسله وال وژل شوي


د پاکستان امنيتي مقامات ادعا کوي چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو کې يې د مېشتو ترهګرو پر مرکزونو تازه هوايي حملې کړي چې هغوى ته يې په کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر ISPR په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي چې د پاکستان هوايي ځواک د شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په دتاخېلو او همداراز د خيبر ايجنسۍ لرې پرتې سيمې تېراه دره کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هدفي هوايي حملې کړي چې په نتيجه کې يې لږ تر لږۀ ٤٤ وسله وال وژلي.

په دغو کې ١٦ وسله وال په شمالي وزيرستان او ٢٨ نور پهخيبر ايجنسۍ کې وژل شوي.

اعلاميه همداراز کاږي چې په وژل شويو کې ډېرى بهرني جنګيالي هم دي؛ خو د هغوى د هويت په اړه يې لا تر دې دمه څه نه دي ويلي.

په خيبر ايجنسۍ کې يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د پاکستان جنګي الوتکو د شنبې په شپه او ورځ د دې ايجنسۍ په لرې پرتو سيمو کې د وسله والو پر مرکزونو درنه بمباري کړې، خو په سيمه کې د ټليفوني شبکو بندښت له امله په کې د وژل شويو د شمېر او هويت په اړه معلومات نه شي ترلاسه کېدى.

د پوځ په وينا، دغه هوايي بريدونه يې تر دقيقو استخباراتي معلوماتو وروسته کړي دي.

د پاکستان پوځ په داسې حال کې په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د لسګونو ترهګرو د وژلو خبر ورکوي چې څو ورځې وړاندې يې په خيبر ايجنسۍ کې د پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ درنه نښته شوې وه چې په نيتجه کې يې ٢٧ وسله وال او د پاکستاني پوځ د يوه افسر په ګډون ٥ پوځيان وژل شوي وو.

پاکستانيو ځواکونو چې د تېر ميلادي کال له جون مياشتې راهيسې يې په شمالي وزيرستان کې د اورپکو پرضد پوځي عمليات پيل کړي؛ ادعا کوي چې په دغه عملياتو کې يې تر دې دمه له ١٢٠٠ زيات ترهګر وژلي؛ د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه يې له منځه وړي او زياتره سيمه يې له اورپکو پاکه کړې ده.

د پاکستان پوځي مقامات په داسې حال کې په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو خبر ورکوي چې د دې هېواد صدراعظم نواز شريف د جمعې په ورځ په پېښور کې ويلي وو چې د شمالي وزيرستان ډېرى برخه يې له ترهګرو پاکې کړي او خلک بېرته خپلو سيمو ته ستنېږي.

په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د پوځي عملياتو له امله په لکونو کسان بېځايه شوي چې زياتره يې لا تراوسه کوره دي.

د يادونې وړ ده چې په دغو قبايلي سيمو کې د هوايي حملو په نتيجه کې د وژل شويو ترهګرو او د پوځ ادعاوو په اړه لا تر دې دمه خپلواکو او ځايي سرچينو څه نه دي ويلي؛ ځکه چې دغو سيمو ته د خبريالانو په ورتګ بنديز دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG