د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

صديقي: القاعده شبکه تر پخوا ډېره کمزورې شوې ده


د القاعده ډلې اوسنی مشر اېمن الظواهري
د القاعده ډلې اوسنی مشر اېمن الظواهري

نن د می د میاشتې دویمه نېټه د القاعده شبکې د پخواني مشر او بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن د وژلو له څلورمې کلیزې سره برابره ده.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه د پاکستان مرکز اسلام آباد ته نږدې په ایبټ آباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

خو دا چې اوس د اسامه له موجودیت پرتهدغه ډله په کوم وضیعت کې ده؟

د اسامه بن لادن په وژلو سره ویل کېږي چې د القاعده شبکې هم ها پخوانی زور نه دی پاتې.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن له نن څخه څلور کاله د مخه د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د پاکستانپلازمینې اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد ښار کې ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې القاعده د پخوا په شان پیاوړی نه ده؛ خو د دغې شبکې یو شمېر وړې کړۍ لا هم په سیمه کې فعاله دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"کله چې د ګروپ مشرتابه له منځه ځي؛ نو ګروپ هم کمزوری کېږي، القاعده هم د یوې خطرناکې تروریستي شبکې په توګه ماته خوړلې او د پخوا په شان پیاوړې نه ده پاتې؛ خو د دغې شبکې یو شمېر وړې کړۍ له بده مرغه لا هم په سیمه کې فعاله دي."

دا چې په افغانستان کې دا مهال د القاعده شبکې فعالیت څنګه دی او څومره غړي یې دلته فعاله دي؛ په دې اړه مو د ملي امنیت ریاست نظر وپوښت؛ خو هغوی په دې اړه معلومات رانه کړل.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې نظر دي چې القاعده اوس کمزوري شوې او ملاتړي یې هم د داعش تر شا ولاړ دي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی نادرخان کټوازی وايي:

"زما په نظر باندې القاعده ته اوس هغه پخوانی، زور، قوت او اعتبار نه دی پاتې، د القاده ځای اوس داعش نیولی او د هر چا له خوا چې حمایه کېدو یا یې ملاتړ کېدو د هغوی له خوا اوس داعش حمایه کېږي."

د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده شبکې تشکیلات په ۱۹۸۸ لمریز کال کې هغه مهال چې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پیره ولاړه وه؛ په ګاونډي هېواد پاکستان کې جوړ شول.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغې شبکې فعالیتونه په افغانستان کې ډېر او تر هغې ورسته یې هم وسله والو فعالیتونو ادمه پیدا کړه.

په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نیتې حملې د القاعده شبکې تر ټولو مهمه حمله وه چې امریکا یې په ځواب کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه پیل کړه.

د بن لادن له وژل کېدو وروسته اوس د القاعده شبکې مشري؛ د ایمن الظواهري په لاس کې ده.

د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د اسامه تر وژنې د مخه او په راورسته کې هم د دې شبکې په مشرتابه کې یو ډول ځان ځاني او اختلافونه پیدا شول او همدا اختلافونه د دې لامل شول چې په افغانستان کې د دوی یو شمېر مشهور کسان ووژل شي او یو شمېر یې هم عربي هېوادونو ته ولاړ شي.

د سیاسي او امنیتي چارو افغان کارپوه جاوید کوهستاني وايي چې فعلاً د القاعده ډلې ډېری فعالیتونه په عربي هېوادونو کې دي او د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ نه دی:

"دوی خپل ډیری ظرفیتونه او امکانات په شمالي وزیرستان او نورو ځایونو کې له لاسه ورکړل؛ فعلاٌ القاعده د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ نه دی او ګڼ شمېر یې هم له داعش سره یو ځای شوي دي او هڅه کوي چې له دې طریقه د افغانستان په جغرافیه کې خپل فعالیتونه جاري وساتي."

د کارپوهانو په باور، د داعش رنګ به هم یوه ورځ د القاعده په شان په سیاسي صحنه کې پېکه شي.

خو عام خلک بیا د القاعده په توپیرد داعش فعالیتونو سخت وېرولي او وايي چې په کاره ده؛ د دغه ډلې د ځپلو او له منځه وړلو لپاره پراخ امنیتي پروګرامونه طرحه او په خپل وخت سره پلي شي.

XS
SM
MD
LG