د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي وايي؛ ترورېستان ځکه د دې هېواد د ملتپاله ګوندونو غړي په نښه کوي چې دوى د سولې او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د روغې جوړې خبرې کوي.
دوى دا څرګندنې تر هغې وروسته کوي چې وسله والو پاکستاني طالبانو د پنجشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسده کې د قامي وطن ګوند پر مشر او د پاکستان د کورنيو چارو پر پخواني وزير افتاب احمد خان شيرپاو د انتحاري حملې مسووليت ومانه.
که څه هم افتاب شېرپاو او زوى يې سکندر شېرپاو له دغې حملې روغ وتي وو؛ خو په دې کې د يوه پوليس افسر په ګډون لږ تر لږۀ ٢ کسان مړه او ٣ نور ټپيان شوي وو.
دا په تېرو څو کلونو کې پر افتاب خان شېرپاو څلورمه حمله ده.
افتاب احمدخان شېرپاو چې مخکې يې د پاکستان پيپلز ګوند (شېرپاو) په نامه د يوه سياسي ګوند مشري کوله؛ له تېرو څو کلونو راهيسې دا ګوند قومي وطن نومولى چې په ترڅ کې يې پښتون ملتپاله سياست پيل کړى دى.
که څه هم په دې وروستيو کې په پاکستان په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې د سياستوالو هدفي وژنې او پر هغوى بمي چاودنې ډېرې شوي چې د ډېرو هدف د پاکستان د بېلابېلو ملتپاله ګوندونو جګپوړي چارواکي او غړي دي.
د سياسي چارو څارونکي شميم شاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کې ولې ملتپاله سياستوال د ترهګرو په لومړي لېست کې دي؟ ازادي راډيو ته وويل:
"د دې غټه وجه دا ده چې دا ملتپاله سياسي مشران هم د دې خاورې مالکان دي؛ په دې خاوره باندې امن غواړي. هغوى غواړي چې ترهګري ختمه شي؛ هغوى ته پته ده چې دا ترهګري د دې ملک او قوم په ګټه نه ده؛ نو په دې وجه په دوى باندې دا ډول بريدونه کېږي؛ که هغه افتاب خان دى، که اسفنديار خان دى او يا محمود خان دى.
په دوى باندې دا بريدونه ځکه کېږي چې دوى د امن خبره کوي؛ دوى د سوکالۍ خبره کوي او دوى د پاکستان او افغانستان ترمنځه د ښو اړيکيو خبره کوي."
وسله والو پاکستاني طالبانو د قومي وطن ګوند پر مشر دا حمله په داسې حال کې کړى چې پاکستانيو ځواکونو د تېر ميلادي کال د جون راهيسې په شمالي وزيرستان او ځينو نورو قبايلي سيمو کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي چې په دې کې يې ترهګرو ته ستر زيان اړولى او د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى.
خو له بلې خوا بيا د دفاعي چارو څارونکي د پاکستاني طالبانو وروستيو بريدونو ته په اشاره وايي چې که څه هم دوى د پوځي عملياتو له امله کمزوري شوي؛ خو په بشپړه توګه له پښو نه دي لوېدلي او دا وړتيا لري چې هر ځاى وغواړي، بريد وکړي.
د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان پخواني پوځي منصبدار بريګيډير محمود شاه له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
"د هغوى دا سرګرميانې خو تر ډېره حده پورې ختمه شوې ده؛ خو دا ده چې يو نيم حمله خو کولاى شي. يو نيم حمله خو به زما په خيال څه وخته پورې جاري وي؛ خو په پاکستان کې وګورو نو د دې عملياتو نه پس دا ډول واقعات ډېر کم شوي دي؛ خو دوى به د خپل وجود ثابتولو لپاره کله ناکله داسې حملې کوي."
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو کې د سياستوالو په ځانګړې توګه د ملتپاله ګوندونو د غړيو په هدفي وژنو کې ډېروالى راغلى، چې په نتيجه کې تر دې دمه د بېلابېلو ګوندونو لسګونه کسان وژل شوي دي.
راپور: ذبيح شفق