د خلیج له عربي هیوادونو سره د فرانسې اړیکو کې ټینګوالي ته وروسته له هغې پام زیات شو چې قطر تېره اونۍ له پاریس څخه د ۶ عشاریه درې میلیارده ډالرو په ارزښت د رافال جیت الوتکو پر اخيستلو موافقه وکړه.
ټاکل شوې ده چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د روانې مې میاشت په څلورمه نیټه د قطر پایتخت دوحې ته سفر وکړي او دغه هیواد ته ددغو جنګي الوتکو د پلورولو قرارداد لاسلیک کړي.
د فرانسې جمهور رئیس به د سعودي د پاچا په بلنه ریاض ته هم لاړ شي او دغلته به د خلیج هیوادونو د همکارۍ په شورا کې ګډون وکړي.
یوه لوړرتبه فرانسوي دیپلوماټ رویترز خبري اژانس ته ویلي دا زموږ لپاره مهمه ده ځکه دا د ایران پر وړاندې د ستراتیژیک دریځ د غوره کولو لپاره د فرانسې د انتخاب ستاینه ده.
دغه فرانسوي دیپلوماټ ویلي موږ وښوده چې د اعتبار وړ شریکان یو او د سیمې په اړه له مسوولیتونو اوږه نه خالي کوو.
فرانسې چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ویټو حق لرونکی غړی دی له ایران سره ددغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه په هر ډول معامله کې د سخت شرایطو د وضعه کولو غوښتنه کړې ده.
فرانسه دغه راز د هغه نړیوال ائتلاف غړی هم دی چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نامه ډلې پر ضد مبارزه کوي.
د فرانسې ولسمشر په داسې وخت کې د خلیج عربي هیوادونو ته ځي چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې د خلیج هیوادونو د همکارۍ د شورا مشران له ولسمشر اوباما سره د لیدلو لپاره واشنګټن ته سفر کوي.
د رویترز خبري اژانس په وینا په تیر یوه کال کې فرانسې د خلیج له عربي هیوادونو سره د ۱۵ میلیارده ډالرو د پوځي مهماتو او وسایلو د پلورلو قراردادونه کړي دي.
فرانسې په ۲۰۱۲ م کال کې د خلیج له عربي هیوادونو سره د ټینګو او پراخو اړیکو لرلو ته توجه زیاته کړه.