د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

تهران: د کارګر په نړيواله ورځ د بهرنيو کارګرانو پرخلاف لاريون وشو


زرګونو ایراني کارګرانو نن په تهران کې د مۍ د لومړی نیټې په مناسبت لاریون وکړ.

اعتراض کوونکي د کارګرانو د ټولنې د مرکز پر وړاندې راغونډ شول او د نورو غوښتنو تر څنګ يې له ایران څخه د بهرنیو کارګرانو د ایستلو شعارونه ورکړل.

دغو ایراني کارګرانو وویل په هیواد کې د بهرنیو کارګرانو د زیاتوالي له امله دوي بېکاره شوي دي.

څه د پاسه یو میلیون افغانان چې اکثره کارګران دي هم په ایران کې دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې افغان کارګر زیاتره د ایران د کرهنې په سکتور او ساختمانۍ په برخه کې کار کوي.

په ایران کې په کار بوخت افغان کارګران شکایت کوي چې ایراني چارواکي او هغه ایرانیان چې دوي ورسره کار کوي له افغانانو سره بد چلند کوي.

د افغانستان ملي شورا څو ځله له حکومت غوښتي چې په ایران کې د میشتو افغانانو په ځانګړي ډول کارګرانو د ستونزو د حل لپاره جدي ګامونه واخلي.

ایران زیات شمیر افغانان د نشه يي موادو د قاچاق او کاروبار په تور اعدام کړي او راپورونه وايي چې یو زیات شمیر يې اوس هم په ایراني زندانونو کې په ناوړه شرایطو کې شپې ورځې سبا کوي.

په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شوو ويډيوګانو او غیر رسمي راپورونو کې دا هم په ډاګه شوې چې په ایران کې میشت افغان کارګران د څو پیسو په بدل کې د سوريي جګړې ته استول کیږي.

XS
SM
MD
LG