د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

سوپکو: د افغانستان بيارغونې ته کېدونکې مرستې کلکه څارنه غواړي


په افغانستان کې د امریکا د مصارفو ځانګړی مفتش جان سوپکو
په افغانستان کې د امریکا د مصارفو ځانګړی مفتش جان سوپکو

په افغانستان کې د امریکا د مصارفو ځانګړی مفتش جان سوپکو وايي: د دې هیواد د بیارغونې لپاره به څلوارلس اعشاریه 9 ملیارد ډالر استول کیږي.

د جان سوپکو له دفتر [SIGAR] څخه په یوه خبرپاڼه کې چې پرون [پنج شنبه] خپره شوه، ویل شوي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړې بودجه نږدې 109 اعشاریه 8 ملیارد ډالرو ته رسیږي.

سوپکو ویلي چې په تیرو څو کلونو کې امریکا یوازې د مخدرو موادو د کښت ، تولید او قاچاق پر ضد په مبارزه کې نږدې اته نیم ملیارده ډالر لګولي خو دا هیواد لا هم د نړۍ په کچه ، د اپیمو د تولید تر ټولو ستر مرکز دی.

دې ادارې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پر روزنې د شوي لګښت یادونه کړې او وايي چې ډاډ نه لري چې د افغان امنیتي ځواکونو ورکړل شوي ارقام به دقیق وي.

د افغانستان د ملي امنیتي ځوا کونو شمیر ډیر مهم دی ځکه چې پر اساس یې، امریکا له افغان حکومت سره د مرستې بودجه ټاکي او پلانونه جوړوي. پر همدې اساس امریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو او د نړیوال ائتلاف د نورو هیوادو د عسکرو د ایستلو پلان هم جوړوي.

سیګار وايي، په افغانستان کې د ورکړل شویو شمیرو پر اساس درې لکه او دو پینځوس زره امنیتي ځواک موجود دی چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه دواړه په کې شاملیږي او یوازې د یوه کال لګښت یې پینځه نیم ملیارده ډالره ګڼل شوی دی.

د سګیار خبرپاڼه وايي چې د افغانستان نوي حکومت ژمنه ورسره کړې چې د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې د مرستې لپاره به نوې لارې ورته برابرې کړي.

د جان سوپکو اداره د امریکا د دفاع وزارت ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د بریالیتوب لپاره ضروري منابع برابر کړي او د لګښتونه شدیده څارنه وکړي.

دوي همدا راز د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې او په کابل کې امریکا سفارت باید د لګښتونه دا شدیدې څارنې ټول امکانات ولري.

خو د افغانستان حکومت د بیارغونې د دې پروګرامونو له بریتالیتوب سره څه مرسته کولای شي؟

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود وايي چې په افغانستان کې يو څه پرمختګ شوی خو که چیرې اداري فساد کم نه شي او د بهرنیومرستو د لګښت ښه څارنه ونه شي ، د شویو پرمختګونومحوه کیدل له امکانه لرې نه ده .

استاد مسعود : زه فکر کوم چې که چیرې حکومت د دې مرستو د څارنې او حساب ورکولو یو سم سیسټم ولرو، ډیره مرسته کولای شي. پارلمان باید د څارنې دود زده کړي او له ملي دیده د دې ټولو بهیرونو څارنه وکړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښتونو ځانګړي مفتش جان سوپکو پوښتنه کړې چې دا څرنګه امکان لري چې د افغانستان په څير کوچني هیواد کې څوارلس ملیارده ډالر مصرفوی خو پرمختګ ونه شي؟

د کابل د اقتصاد پوهنځي استاد مسعود وايي، په افغانستان کې ښه قوانین شته خو د قوانینو عملي کیدل او څارنه کمزوري ده او په تیرو څو لسیزو کې د ګډوډۍ او عدم حسابدهي دود د پرمختګ لپاره لوي خنډ جوړ کړی. د سید مسعود په وینا، د افغانستان د قضايي سیسټم ښه فعالیت په دې ارتباط ډيره مرسته کولای شي.

XS
SM
MD
LG