سلګونو افغان کارګرانو د یوې اعتراضیه مظاهرې په ترڅ کې له حکومت وغوښتل چې په هېواد کې بې کاري له منځه یوسي.
یاده مظاهره د جمعې په ورځ د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیې له خوا د کارګرانو نړېوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت رابلل شوې.
د راپورونوله مخې دا مهال په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر، نږدې ۱۲ میلیونه افغانان نیمه او یا خو مطلق بې کاره دي.
افغان کارګرانو انتقاد کوي چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدا څخه څه باندې شپږ میاشتې تیریږي، خوهغه ژمنې چې د یاد حکومت مشرانو د کارموندنې په برخه کې له ولس سره کړې وې لا تراوسه نه دي عملي شوې.
دوی د جمعې په ورځ د مې د لومړۍ یا د کارګرانو نړېوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوه اعتراضیه مظاهره کې له حکومته یې وغوښتل چې بې کارانو ته دې کارپیدا کړي.
د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیې مشرمعرف قادري وویل چې د ملي وحدت حکومت مشرانو دې په هغو ژمنو بشپړعمل وکړي چې د کارموندنې په برخه کې یې له ولس سره کړې وې:
″یو ځل بیا د ملي وحدت حکومته غوښتنه کوو چې د کار زمینه برابره کړي، کار زموږ حق دي ، موږ هیله لرو چې حکومت په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي او هر څومره ژر چې ممکن د ځوانانو، ښځواو د افغانستان ټولو وګړو ته چې د کار کولو توان لري د کار کولو زمینه ورته برابره کړي، هغه ژمنې چې دوي مخکې ورکړي وې او اوس یې هم ورکوي باید دوي پخپلو ژمنو ودریږي، د کارکولو زمینه دې برابره کړي او خلک دې له فقر او بیوزلۍ څخه وژغوري.″
د راپورونوپه اساس دا مهال په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر نږدې ۱۲ میلیونه افغانان ژوند کوي چې یا خو مطلق او یا هم نیمه بې کاره دي.
د کارګرانو ملي اتحادیې چارواکي همدارنګه له حکومت غواړي چې د کار قانون دې بشپړ پلی کړي، د مامورینو معاشونه دې لوړ کړي او کارګرانو ته دې د روغتیا او د ژوند بیمې سهولتونه رامنځ ته کړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر را واخلو، خو له پرلپسې هڅو سره سره یې بیا هم په نظر اخیستلو بریالي نه شو.
د دې وزارت مرستیال حسام الدین همرا د پنجشنبې په ورځ د کارګرانو په یوې غونډې کې شته بې کاري او د کارګرانو ستونزې تایید کړې وې او ژمنه یې وکړه چې د مامورینو معاشونه به لوړوي او د نورو امتیازاتو د ورکړې هڅه به وکړي.
دا په داسې حال کې ده د افغانستان د صنفي اتحادیو د مرکزي شورا غړیو هم پرحکومت اعتراض کړی و چې د کارګرانو ژوند ته یې لازم پام نه دی کړی.
یو شمېرکارګران وايي؛ له بیکارۍ سخت کړیږي، په میاشت کې دومره پیدا کوي چې یوازې چای او وچه ډوډۍ پرې خوړلی شي:
″۱: نجیبه علیزۍ یم، موږ له حکومته کار غواړو، د افغانستان ټول خلک له بیکارۍ سخت کړیږي، د کار په بدل کې عادلانه معاش غواړي.
۲: ولي محمد نومیږم، کار او بار ورک دی، غریبي نشته، له حکومت غواړو چې کار راته پیدا کړي.″
د امریکا په شیکاګو ایالات کې ۱۲۰ پخوا یو شمېرکارګران د خپلو حقونود ترلاسه کولو لپاره اعتراض وکړ چې د پولیسو له خوا سخت وټکول شول او له هغې وروسته هرکال د مې لومړۍ د کارګرانو نړېوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.
کارپوهان وايي، په افغانستان کې بې کاري په یو لويي ستونزې اوښتې ده او که دولت ورته تدابیر ونه نیسي، د هېواد ډیری خلک او په تیره ځوانان به یا د مخالفینو په لیکو ورګډ شي، یا په مخدرو موادو روږدي او یا به غیر قانوني کارونو ته لاس واچوي.
راپور: رحمت الله افغان