د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

«د بودجې په برابرولو کې دې ولایتي شوراګانې او ولس ونډه ولري»


د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، افغان حکومت باید د ملي بودجې په برابرولو او تطبیق کې د ولایتي شوراګانو، عامو خلکو او مدني ټولنو ونډه تضمین کړي.

د یادې ادارې نوې سروې چې د پنجشنبې په ورځ له خبریالانو سره شریکه شوه دا ښيي چې د مرکزله لوري جوړه شوې بودجه د ولایتونو د اړتیاووله مخې نه برابریږي.

د افغانستان د شفافیت د څاراداره په دې نظرده چې د ملي وحدت حکومت باید ملي بودجه غیر مرکزي کړي.

د دغې ادارې اجرايي رییس سیداکرام افضلي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې په مرکزي ملي بودجه کې د خلکو اړتیاوو ته کم پام شوی، هغه خدمتونو چې باید خلک ورته لاس رسۍ ولري، د ناسمې بودجې له لارې خلکو ته نه وړاندې کیږي:

″حکومت باید په دغه برخه کې جدي کار وکړي، څو د خلکو ونډه د قانون او پالیسو له لارې د بودجې جوړولو په پروسه کې زیاته شي، دوی ته اختیار ورکړي چې د سیمې په کچه د خپلو پروژو په اړه پریکړې وکړي.″

د افغانستان د ۱۳۹۴ مالي کال بودجه ۲۸۲ میلیارده افغانۍ او انکشافي بودجه یې ۱۴۰ میلیاره افغانۍ وه چې تر ډېره د بهرنیومرستو له خوا تمولیږي.

د افغانستان د شفافیت د څارادارې په تېرو درېیو میاشتوکې په ننګرهار، بلخ، هرات او کابل ولایتونو کې د مرکزي بودجې په اړه له ۷۸ تنو سره چې ولایتي چارواکي، د ولایتي شوراګانوغړي، مدني فعالان او عامو خلک په کې شامل دي خبرې کړې.

یاده اداره وايي؛ خلکو ورته ویلي چې باید حکومت له پخوانۍ ژمنې سره سم د بودجې په جوړلو او تطبیق کې ولایتي شوراګانو، خلکو او مدني ټولنو ته ونډه ورکړي، څو د اړتیا له مخې خلک په بودجه کې خپلو پروژو ته لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ولسمشرمحمد اشرف غني ویلي ول چې څلویښت فیصده ولایتي بودجه به ولایتونو ته انتقالوي څو د اړتیاوله مخې نیغ په نیغه ولګول شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ملي بودجې په برابرولوکې ټول افغانان د نظر حق لري.

د دې وزارت ویاندعبدالقادرجیلاني ازادۍ راډیو وویل؛ د هغه صلاحیت له مخې چې حکومت نوی ولایتي شوراګانو ته ورکړي د بودجې به جوړولو او تطبیق کې به ورته خاص پام وشي:

″وکیلان صاحبانو موږ سره د بودجې په جوړولو کې برخه لري، دوی به په دې اړه له موږ سره خپل نظرونه او وړاندیزوه شریکه وي، د بودجې په اړه د دوی نظرونو ته موږ احترام لرو، دا د هر افغان حق دی چې د ملي بودجې په جوړولو کې له موږ سره نظرونه شریک کړي.″

بل خوا د چاروکارپوهان اندېښنه ښکاره کوي چې په سیمه ییزو ادارو کې د کم ظرفیت له امله امکان شته چې د بودجې په برابرولو کې ستونزې رامنځ ته شي.

د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر وايي؛ د پرنسیب له مخې باید د بودجې په جوړولو کې ولایتونو ته هم ونډه ورکړل شي، خو په اوسنیو شرایطو کې د ګټې پرځای شاید ستونزې رامنځ ته کړي:

″د پرنیسب له مخې باید ولایتونو ته هم یوه اندازه ونډه ورکړل شي، خو په افغانستان کې اوسني شرایط، ناامني، اداري فساد او د ظرفیت نشتوالی د دې سبب کیږي چې د ګټې پرځای شاید توان وکړي، ترهغې چې ښه حکومتولۍ او سالمه اداره رامنځ ته نشي، زه د دې خبرې طرفدار نه یم.″ هغه ټینګارکوي ترهغې چې په ولایتونوکې امنیت ښه شوی نه وي، سالمې ادارې رامنځته نه شي باید ولایتي شوراګانې، مدني ټولنې او عام خلک باید له مرکزي حکومت سره د بودجې په برابرولو او تطبیق کې پوره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG