د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د سیمي د هېوادو په پالیسۍ کې بدلون به له افغان سولې سره مرسته وکړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ ترهغې چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه د لاسوهنې په پالیسۍ کې بدلون رانه ولي، په افغانستان کې دوامداره سوله نه شي راتلای.

د دې شورا د درالانشا رییس معصوم ستانکزي د دوشنبې په ورځ د سولې په اړه یوه جوړ شوي سیمنار کې وویل؛ اوس د دې وخت را رسېدلی چې دغه سیاستونه باید تغیر وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړېواله کچه د همکاریو د راجلبولو هلې ځلې چټکې شوې دي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا مشرمعصوم ستانکزی وایي چې د سولې د ټینګښت لپاره باید ګاونډي هېوادونه د افغانستان له ناامنه کولو لاس واخلي.

ښاغلي ستانکزي د دوشنبې په ورځ د سولې په اړه یوه جوړشوي سیمنارکې وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې دغه سیاستونه باید تغیر او بدلون وکړي:

″افغانستان له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د ترانزیت حیثیت لري، نن ورځ پاکستان او هندوستان د انرژۍ له قحطۍ سره مخ دي، افغانستان کولای شي په دې برخه کې کلیدي رول ترسره کړي.

موږبه له یو پلوه اقتصادي ګټې ترلاسه کړو او هم به په ورته وخت کې موږله یادو پروژو څخه د سولې او امنیت د تضمین په توګه استفاده وکړو.″

هغه زیاته کړه په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره ملي، سیمه ییزې او نړېوالې اجماع ته اړتیا ده او په دې برخه کې هلې ځلې روانې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د تېرې جمعې په ورځ وسله والو طالبانو د عزم په نامه پسرلني عملیات پیل کړل چې تر اوسه په کې لسګونه مخالفان، افغان سرتیري او عام وګري وژل شوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ په هېواد کې وروستۍ جګړې ښيي چې په جګړه او ناامنۍ کې ښکېل لوري د سولې په میزکې د زیاتې ونډې د ترلاسه لپاره جنګ تود وساتي.

د دې شورا چارواکي وايي؛ په سیمه ییزه او نړېواله کچه د هېوادونو ترمنځ لویې سیالۍ هم د افغانستان له ناامنۍ سره مرسته کړې.

که څه هم د افغانستان په ناامنه کولو کې د سولې د عالي شورا د دارلانشا مشرپه ښکاره کوم ګاونډي هېواد ته د ملامتي ګوته ونه نیوله، خو د چارو کارپوهان وايي چې د ښاغلي ستانکزي اشارې پاکستان او ایران ته ده.

د سیاسي چارو افغان کارپوه حاجي سید داوود ازادۍ راډيو ته وویل، افغان حکومت باید د سولې لپاره یوه بشپړه ستراتیژي ولري:

″له شک پرته د دوی ګوته تل پاکستان ته وي، خو د افغانستان د ولس پوښتنه دا ده چې دوی سولې ته څه پروګرام لري، دا خبره په دې معنی نه ده، مخالفین دې وسله کیږي، دوی ته دې تسلیم شي، له بدمرغه دوی تر اوسه له دغسې مرکو او څرګندونو څخه پرته د سولې لپاره کوم پرواګرم نه لري.″

دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت د کارپه لومړیو کې پاکستان له افغان حکومت سره د سولې په راوستلو کې ژمنه وکړه، خو تر اوسه یې کومه ښکاره بېلګه نه ترسترګو کیږي.

افغان ولسمشر د سولې لپاره د سیمې او نړېوالې همکارۍ د ملاتړلپاره پر امریکا او انګلستان سربېره، پاکستان، ایران چین ته سفرونه وکړل چې دا مهال محمد اشرف غني دېته ورته په یوه سفر هندوستان ته تللی.

د چارو کارپوهان وايي چې د سولې د ټینګښت لپاره باید د هېواد دننه هم د بې سوادي او بې کارۍ د ستونزې مخنیوي ته کار وشي او د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي فعالیتونو مخه ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG