د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۶

په یوشمېر ولایتونو کې په بدو کې د نجونو ورکول کم شوي


د سولې لپاره د ازاد او مدني ابتکار ټولنه وايي؛ د هېواد په ځینو ولایتونو کې په بدو کې د نجونو په ورکولوکې کموالی راغلی دی.

د سولې لپاره د ازاد او مدني ابتکار ټولنه په دې نظر ده چې په ځینو ولایتونو کې په بدو کې د نجونو د ورکولود کمېدو سبب؛ د خلکو د پوهې لوړېدل دي.

د دې ټولنې مسوولینو د یکشنبې په ورځ وویل چې په دې اړه یې په کابل؛ پروان او پنجشیر ولایتونو کې یوه ټولپوښتنه کړې او ورته معلومه شوې چې په دې ولایتونو کې په بدو کې د نجونو ورکړه کمه شوې ده.

په سروې کې راغلي چې د دې ولایتونو اوسیدونکي په بدو کې د نجونو ورکول غندي.

د دې ټولنې د ارزیابۍ مسوولې خاطرې اسد د خپلو فعالیتونو په اړه ازادی رادیوته وویل:

"دا پروژه څه باندې دولس میاشتې کیږي چې پیل شوې او په بدو کې د نجونود ورکولو کمېدو ته په کې هڅې کوو. د سیمې خلکو ته مو کنفرانسونه جوړ کړي؛ څو خلک د دې ناوړه دود څخه ډډه وکړي. په راتلونکې کې هڅې کوو چې دا پروګرام د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوو."

د سولې لپاره د ازاد او مدني ابتکار ټولنه وايي؛ دا سروې يې د کابل، پروان او پنجشیر ولایتونو په نهو نږدې ولسوالیو کې له شاوخوا شل زرو ښځو او نارینه و سره د لیدنو - کتنو؛ ناستو او مرکو پر مټ ترسره کړې ده.

ویناوالو وویل، په بدو کې د نجونو ورکول؛ د بشر پروړاندې زورزیاتی دی او خلک او حکومت باید په ځینو سیمو کې د دې دود مخه ونیسي.

په غونډه کې راټولو شویو یوشمېر ښځو وویل؛ جرم فردي عمل دی او اسلامي او مدني قوانین هیچا ته اجازه نه ورکوي چې مجرم دې د یو بل انسان په قربانولو له جرمه ازاد شي.

ځینو ښځو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ په کابل، پنجشیر او پروان ولایتونو کې له پخوا راهیسې په بدو کې د نجونو ورکول کم و او په کار ده چې دا پروګرامونه په هغو ولایتونو کې پیل شي چې د بدو ورکولو دود په کې اوس هم شته .

د فرشتې په نامه یوې ښځې ازادي راډیو ته وویل:

"بد ورکول د انسان پروړاندې ستر خشونت دی؛ په دې هکله کابل له نورو ولایتونو سره نه مقایسه کیږي؛ ځکه په کابل کې دا ستونزه کمه ده، دا پروګرام به هغه وخت نورهم ګټور شي چې لیرې پرتو سیمو ته وغځیږي."

په غونډه کې ناستو دیني عالمانو هم د بدو له دود سره مخالفت وښود.

دیني عالم عبدالواسع صافي ازادي راډیو ته وویل چې په بدو کې د نجونو ورکول د اسلام اصولو خلاف کار دی:

"په بدو کې د نجونو ورکړه قران، احادیثو او اجماع اجازه نه ورکوي؛ په همدې اساس خلکو ته په کار ده چې په قوت سره د دې عمل مخه ونیسي."

د افغانستان په ځینو سیمو کې له پخوا راهیسې، د قتل، نامشروع جنسي اړیکو او له نامحرم نارینه سره د ښځې د تیښتې موضوعګانې؛ د نجونو په ورکولو حل وفصل شوي دي .

کارپوهان د دې دود علت د خلکو ناپوهي؛ بې وزلي او د اسلام او مدني قوانینو څخه د خلکو بې خبرې ښيي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG