د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

ولسي جرګې د مالیې وزیر استجواب کړ


د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ د مالیې وزیر استجواب کړ او د یوشمېر ځنډول شوو پروژو په اړه یې ورته اعتراض وکړ.

په یوشمېر ولایتونوکې د پراختیايي پروژو د نیمګړي پاته کېدو او په ټپه درېدو د ولسي جرګې غړي په غصه کړي او په دې اړه یې د مالیې وزیراستجواب کړ.

د ولسي جرګې غړي وايي، دهېواد په اکثرو ولایتونو کې د ګڼ شمېر پراختیایي پروژو کارونه د دې له امله ودریدلې چې قراردادیانو ته یې پیسې نه ورکول کیږي.

دوی ویل په دې پروژو کې چې کارونه یې درېدلي؛ د اوبورسولو، سړکونو، د برښنا د بندونو، روغتونو، پوهنتونونو، کرنې او داسې نورې ضروري پروژې شاملې دي.

د جرګې غړیو دا هم وویل، په دې پروژو کې داسې هم شته چې کارونه یې له پنځوس فیصدو څخه تر اتیا فیصدو پورې پرمخ تللي؛ خو اوسمهال دریدلي دي.

د جرګې غړيمحمد عبده وویل:

"د دې پروژو سرنوشت به څنګه شي؟ دوه کاله کیږي چې په بودجه کې شاملې شوي؛ خوتایید شوي نه دي.

یا دې پرې له سره غور وشي او یا دې ژر ترژر ومنل شي؛ ځکه چې خلک ورته منتظر دي.

بودجه یې موږ تصویب کړې؛ خو ستونزه یې اوس هم پرځاې پاتې ده."

دوی په شمال کې د ګردون دیوال؛ په جنوب لویدیځ کې د غلام خان د بندر؛ په کابل او شمالي ولایتونو کې د حلقوي سړک جوړول هم په ګوته کړل او ويې ویل چې د نوي حکومت مشرانو د غې پروژې په لومړیتوبونو کې شمېرلي؛ خو له بده مرغه چې توجه ورته و نه شوه.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، کومې پروژې چې په یوزرو درې سوه دوه نوی یم کال کې ډیزاین او قراردادیانو یې کارونه پیل کړي او تراوسه روان دي؛ پنځوس فیصده مالي چارې یې بشپړې شوي دي.

ښاغلي حکیمي وویل، کومې پروژې چې نیمګړي دي؛ مالي امکانات ورته شته او د ټولو پیسې به ورکړل شي:

"پنځوس فیصده تادیات یې بشپړ شوي او ټولو ادارو ته خبر ورکړل شوی چې د تېر کال د پروژو تادیات دې وسنجوي.

موږ بودجه لرو او چمتو یو چې ټول تادیات ورکړل شي."

د لویو پروژو د تړونونو لپاره په دې وروستیو کې د جمهوررییس اشرف غني په حکم په جمهوري ریاست کې د تدارکاتو ملي کمیټه فعاله شوه؛ څو د تېرو پروژو او راتلونکو سترو پروژې تړونونه بررسي کړي.

د ماليې وزارت وايي، دا کمیټه به د تړونونو په شفافیت کې مهم رول ولوبوي.

د ولسي جرګې غړي وايي؛ تراوسه د ډیرو پروژو تړونونه د دولتي لوړپوړو چارواکو له خپلوانو سره شوي او کیفیت یې هم ډاډ من نه دی.

دوی تاکید کوي چې د مالیې وزارت دې له یوې خوا د منل شویو تړونونو د قراردادیانو پیسې نه ځنډوي او له بلې خوا دې د پروژو چارې په د قت سره وڅاري او د فساد مخه دې په کې ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG