د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او د د دولت د وسله والو مخالفانو په نښته کې ۲۷ تنه وسله وال مخالفین د کندوز مرکز پورې اړوند ګل تپې سیمې کې همدارنګه ۱۶ تنه وسله وال مخالفین د دې ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د کندوز د والي ویاند عبدالواسع باسل ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ۸ تنه منسوبین هم وژل شوي او ۱۶ تنه یې ټپیان شوي دي.
باسل زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو د کندوز له ګل تپې سیمې څخه تکتیکي شاتګ کړى دى.
په همدې حال کې ذبیح مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي، چې دوی د کندوز اړوند ګل تپې سیمه نیولې ده.
دى ادعا کوي چې ۲۱ امنیتي پوستې او ۵۵ تنه افغان امنیتي ځواکونه یې ژوندې نیولي او ډېره وسله یې هم غنیمت کړې ده، خو د کندوز د والي ویاند بیا ويي، چې امنیتي ځواکونو له ګل تپې سیمې څخه تکتیکي شاتګ کړى.
هغه زیاتوي، چې له مرکز څخه تازه ځواکونه راغلي او ډېر ژر به په دې سیمې کې تصفیوي عملیات پیل کړي.
د یادولو ده،چې د ګل تپې سیمه د کندوز ښار څخه څه باندې ۱۰ کیلومتره فاصله لري.
بل خبر دا دى چې په کندوز ولایت کې یو مشهوره دینې عالم ووژل شو.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادۍ راډیو ته وویل، چې د مولوي نورالهدا پر موټر د کندوز ښار د خیابان مدرسې سره نژدې د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې نوموړى مولوي وژل شوى او یو تن ملکي کس هم ټپې شوىي دی.
حسیني وايي،چې مولوي نور الهدا د کندوز ولایت یو له مشهورو عالمانو څخه و، چې تل به یې خلک سولې او ورورولۍ ته رابلل.