د روسیې دوه جګپوړي چارواکي خپل هیواد او افغانستان ته د داعش یا د اسلامي دولت په نوم د وسله والې سختدریځي ډلې خطر جدي بولي.
د افغانستان لپاره د کریملین خاص استازی وايي چې د روان کال تر پایه به د داعش خطر په افغانستان کې جدي شي او راتلونکی کال به په لوی خطر بدل شي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بیا وايي چې داعش د روسیې اصلي دښمن دی.
په دې اړه راپور عصمت څاروان وړاندې کوي.