د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

په افغانستان کې د داعش د حضوراو فعالیت په اړه نړېوالې تبصرې


ګڼوغربي ورځپاڼوپه افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې د حضوراو فعالیت په اړه تبصرې خپرې کړي دي.د بریتانیې چاپ ګارډین ورځپاڼې لیکلي:

″په افغانستان کې د داعش حضورمحسوس دی او په دې هېواد کې د زور زیاتي فعالیت لري.″

ورځپاڼې په جلال اباد کې وروستۍ خونړۍ پيښې ته په اشاره لیکلي چې دا په افغانستان کې د داعش لومړې، ستره حمله وه.

د ګارډین په لیکنه، د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې [داعش] فعالیت خلک اندیښمن کړي خو چارواکي پردې بېلابېل نظرونه لري او د دې ډلې خطر ډیرجدي نه ګڼي.

ورځپاڼې د ازادي راډيو سره د ملي امنیت د ادارې د پخواني مشرامرالله صالح د مرکې دا برخه را اخیستې چې ویلي یې دي چې داعش په افغانستان کې زیات نفوذ نه شي کولای ځکه هغه څه چې دا ډله یې په عراق او سوریه کې ترسره کوي، طالبانو شل کاله وړاندې په افغانستان کې ترسره کړي دي.

ګارډین د افغانستان د څیړونکو د شبکې د یوه غړي په حواله لیکلي چې داعش ښايي د طالبانوپه لیکو کې د موجودو اختلافاتو څخه ګټه واخلي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ګارډین ته ویلي چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والو د حملې په صورت کې له ځانه دفاع ته تیار دي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې داعش په افغانستان کې نوي امنیتي ګواښونه پیدا کړي دي.

دې ورځپاڼې هم په جلال اباد کې وروستۍ حمله، د داعش له خوا لومړۍ ستره حمله ګڼلی ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، دې ډلې تراوسه په افغانستان کې د ځان لپاره جلب و جذب ته زیات تمرکز کړی و او د یو شمېرکارپوهانو په حواله یې لیکلي چې د جلال اباد ښار تروریستي حمله د داعش په حرکت کې بدلون څرګندوي.

په پاکستان کې د سولې د مطالعاتو د مرکز یوه څیړونکي، امیر راڼا ورځپاڼې ته ویلي چې داسې ګڼل کیده چې داعش به تردې مخکې افغانستان کې فعالیت پيل کړی وای.

دې پاکستاني څیړونکي ویلي چې داعش انتظار و چې خپلې پښې ټینګې کړي او د منابعو د ترلاسه کولو په لټه کې وو.

وال سټریټ ژورنال ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش مشري حافظ سعید خان اورکزی کوي چې مخکې د پاکستاني طالبانو مشر و او په اکټوبر کې له داعش سره یوځای شو.

ورځپاڼې د امریکا کانګرس ته د امریکا د ځواکونو د قوماندان جنرال جان کمپبل د خبرودا برخه راخیستې چې:

″داعش په افغانستان کې د منزوي شویو طالبانو د کوچنۍ ډلې استازیتوب کوي.″

خو زیاته یې کړه چې امریکا او متحدان یې د داعش حملې، ګواښونه او لفظي خبرداري ډيرې جدي ګڼي.

XS
SM
MD
LG