د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

خامنه يي: امریکا نړۍ ته ګواښ دی


د ایران مذهبي مشر وايي چې د نړۍ امن د امریکا له خوا تر ګواښ لاندې دی نه د ایران.

د ایران مذهبي مشر وايي چې د ایران د اټومي وسلې عبارت لویدیځ جعل کړی؛ څو له دې هېواده یو تهدید جوړ کړي.

آیت الله علي خامنه يي پوځي قوماندانانو ته په وینا کې وویل چې نړیوال قدرتونه ایران ته پوځي ګواښ کوي او ځکه ده د خپل هېواد د دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

ګومان کېږي چې خامنه يي به دا څرګندونې د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي وي چې ویلي یې دي؛ که روانه ډيپلوماسي ناکامه شي؛ د دې لپاره چې ایران د اټومي وسلې جوړولو ته پرې نښودل شي؛ نو د پوځي حملې انتخاب لاهم پرخپل ځای پاتې دی.

خامنه يي په خپله پرونۍ وینا کې چې پر ټلویزیون خپره شوه؛ زیاته کړه چې اصلي ګواښ په خپله امریکا ده نه ایران:

"د ایران د اټومي وسلې افسانه امریکایانو؛ اروپاییانو او هغوی چې خوشخدمتي ورته کوي؛ په دې مقصد جوړه کړې ده چې ایران د یوه تهدید په توګه وښيي. نه! دا خپله امریکا ده چې نورو ته تهدید دی."

خامنه يي وویل، امریکا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ اصلي عامل دی او په هرځای کې غواړي لاسوهنه وکړي:

"دا د امریکا رژیم دی چې هرځای او هرچېرته چې زړه یې غواړي له وجداني او دیني مکلفیت پرته بې اړتیا لاسوهنه کوي. امریکا نړۍ ناامنه کوي."

د ایران مذهبي مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په پام کې ده د ایران او د نړۍ له شپږو قدرتونو ترمینځ خبرې راتلونکې اونۍ په ویانا کې بیا پیل شي. د دې خبرو هدف د روان کال د جون ترپایه د تهران د اټومي لانجې د حل په اړه یوه توافق ته رسېدل دي.

خامنه يي چې په ایران کې د ټولو پرېکړو اصلي او ټاکونکی قدرت دی؛ ویلي چې د سویس په لوزان ښار کې له لویدیځو هېوادونو سره د ایران د وروستۍ موافقې نه ملاتړ کوي او نه مخالفت. ده ویلي دي چې په دې اړه وروستي توافق ته انتظار کوي.

نوموړي او نورو چارواکو غوښتنه کړې چې د ایران او لویدیځ له موافقې سره سم پر تهران لګول شوي بندیزونه باید سمدستي لېرې شي؛ خو متحدایالاتو ویلي چې د بندیزونو لېرې کول به تدریجي وي.

خامنه يي همداراز په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف له هوايي حملو څخه د امریکا پر ملاتړ انتقاد وکړ؛ ویې ویل چې په یمن کې سخت ظلم روان دی او امریکا د ظالمانو ملاتړ کوي.

د خامنه يي له څرګندونو لنډه شېبه مخکې د ایران د سپاه پاسداران ځواک یوه قوماندان وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه له وروستي توافق سره سره به دا هېواد د پوځي اډو تفتیش ته اجازه ورنکړي. د دې ځواک مرستیال قوماندان حسین سلامي وویل چې د پوځ اډو ته د نړیوالو مفتشینو پرېښودل به د ایران له خرڅولو سره انډول وي.

XS
SM
MD
LG