ولسمشر اشرف غني نن په یوه رسمي سفر ایران ته روان شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په دې سفر کې د اجرایي ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم هم د ښاغلي غني ملګرتیا کوي.
ولسمشر غني ته د ایران د سفر بلنه د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف کابل ته د خپل سفر پر مهال ورکړې وه.
ولسمشر په داسې حال کې ایران ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په هغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د سوریې او یمن جګړو ته د هغوی د لیږلو خبرونه خپاره شول.