د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د بدخشان د پېښې مسوولان- تروریستان که فاسد جنرالان؟


په بدخشان ولایت کې د تېرې اونۍ درنې جګړې چې په ترڅ کې یې لږترلږه اتلس سرتېري ووژل شول او د ځینو سرونه غوڅ شول، په افغانستان کې د بې امنیتۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له دې مخکې هم د ملي اردو او نورو وسله والو ځواکونو پر پوستو خونړي شبخونونه وهل شوي او د هېواد مدافعانو ته درانه زیانونه اوښتي دي خو د بدخشان پېښه په داسې وخت کې کېږي چې په افغانستان او سیمه کې ژور بدلونونه رامینځ ته شوي او همدا علت دی چې اندېښنې یې پارولي او حتی د چارو واکمن یې د یوبل په وړاندې درولي دي.

د جرم ولسوالۍ خِستک دره د تېرې جمعې په ورځ د درنې جګړې ډګر و. په دې سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید د بهرنیو او کورنیو افراطي وسله والو ډلو په وړاندې د افغان پوځ د کمزورتیاو تیاره اړخونه روښانه کړل.

سیمه ایز چارواکي وايي چې په دې ورځ د بهرنیو جنګیالیو او سیمه ایزو طالبانو په ګډون څو سوه وسله والو د ملي اردو پر پوسته حمله وکړه. د راپورونو له مخې په دې برید کې د ملي اردو ۲۸ سرتېري ووژل شول او وسله وال په داسې حال کې چې غنیمت شوې وسلې ورسره وې، غرونو ته وتښتېدل.

د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله ادیب له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بېلابېلو هېوادونو وسله وال په بدخشان ولایت کې ځای پرځای شوي دي.

شاوخوا دوه سوه کسان چې له ځینو سره یې کورنۍ هم یوځای دي، هلته ځای پرځای شوي دي. د هوا له تودېدو او د لارو له خلاصېدو سره ښايي د دې کسانو شمېر تردې لازیات شي. راپورونه چې موږ ته رارسېدلي دي وايي چې هلته د ازبکستان، چیچنیا او تاجکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو اتباع راټول شوي دي.

راپورونه وايي چې له دې لیرې پرتو پوستو سره له مرکز څخه هېڅ راز مرسته ونشوه. خو ښاغلی ادیب دا انتقادونه نه مني او وايي:

موږ اضافي ځواک چمتو کړ خو د مقاومت لا دوه ساعته نه و، تېر شوي چې څو پوستو سقوط وکړ. کله چې اضافي قوت هلته ورسېد، کار له کاره تېر و، او پوستو سقوط کړی و.

د بدخشان سرپرست والي، په جګړه کې د لږترلږه دېرشو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر ډګروال سخیداد وايي چې په وژل شویو وسله والو کې د تاجکستان څلور اتباع هم شامل دي. نوموړی وايي چې وسله وال د اشکاشم او شغنان ولسوالیو له لارې چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، د افغانستان خاورې ته اوړي.

خو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د امنیتي چارو یو کارپوه، مهدي صابر د ډګروال سخیداد له دې څرګندونو سره مخالف دی. ده آزادۍ راډیو ته وویل چې له افغانستان سره د تاجکستان د ګډې پولې امنیت ډېر ښه ساتل کېږي.

افغانستان او تاجکستان شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري چې د ډېرو برخو لارې یې ستونزمنې دي. مهدي صابر وايي چې افراطي وسله وال د تاجکستان له خاورې نه بلکې د پاکستان له چترال سیمې څخه چې له بدخشان سره ګډه پوله لري دې ولایت ته ننوځي:

دوی له تاجکستان سره هېڅ راز ارتباط نلري ځکه د تاجکستان سرحد نن سبا کلک تړل شوی او هېڅوک نشي کولای د تاجکستان له سرحدي سیمو څخه نه د اشکاشم نه د شغنان له لارې د افغانستان قلمرو ته ننوځي. ځکه چې سرحد قوي دی او کلک امنیت یې نیول شوی. په بدخشان کې فعال وسله وال د ازبکستان د اسلامي نهضت او هغو ډلو غړي دي چې د پاکستان په پوځي کمپونو کې روزل شوي او په نوییمه لسیزه کې یې له طالبانو سره اړیکي لرل.

افغان امنیتي چارواکي وايي نژدې یوکال مخکې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته د منځنۍ آسیا د هېوادونو افراطي وسله وال له شمالي وزیرستان څخه تښتېدلي او له دې ډلې شاوخوا درې سوه کورنۍ په زابل کې ځای پرځای شوي دي.

په تېرو څو میاشتو کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو او روسيې مشرانو له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر وتلو اندېښنه ښودلې ده. دوی د افغانستان له خاورې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د جګړو له خپراوي څخه وېرېږي.

خو په کابل کې بیا د بدخشان د جګړې له کبله د یوبل د ملامتۍ لوبه پیل شوې. د وسله والو قواوو لوی درستیز جنرال شیرمحمدکریمي وویل، په بدخشان ولایت کې د ملي اردو تلفات د کمزورې مشرتابه او د هوايي ځواکونو د غفلت نتیجه وه. کریمي وویل چې سرتېرو په مېړانې سره ترپایه جګړه وکړه په داسې حال کې چې د اړوند کنډک قوماندان د برید پرمهال په خپله دنده حاضر نه و.

خو په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي دفاع وزارت ګرم بولي. مېرمن کوفي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۸ سرتېري، له تېلو، مهماتو، مخابرې او هوايي مرستې محروم او یوازې پرېښودل شول. مېرمن کوفي د دفاع وزارت مشرتابه ته په مستقیمه اشارې کې پوښتنه کوي چې د دې جنایت مسوولان څوک دي، تروریستان که فاسد جنرالان؟

XS
SM
MD
LG