د اسراییل صدراعظم د هالوکاست د ورځې په یاد پرایران سخت انتقادونه وکړل او د تهران رژیم یې د جرمني له نازي رژیم سره ورته وباله.
د تاریخ په استناد نازي جرمنیانو له ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۵کلونو پورې په میلیونونو یهودان ووژل چې دغې ډله ییزې وژنې ته هالوکاست وایي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي چې نړۍ په منځني ختیځ کې د ایران پر تیري کوونکي سیاست داسې سترګې پټې کړې دي، لکه څرنګه چې یې یو وخت پر نازي جرمني سترګې پټې کړې وې.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبه په ورځ د یهودانود هالوکاست یا ډله ییزې وژنې د ورځې په یاد په بیت المقدس کې وویل:
″لکه څرنګه چې نازیانو هڅه کړې وه چې تمدن له منځه یوسي او بیړه یې کوله چې یهودان محوه کړي، نو ایران هم پر سیمه د برلاسي هڅې کوي او لکه څرنګه چې یې اعلان کړی دی هدف یې د یهودانو د دولت له منځه وړل دي.″
د اسراییل صدراعظم بیا د ایران او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړیو او جرمني ترمنځ د اټمي پروګرام پر سرموافقې ته اشاره وکړه چې ابتدایي موافقه د اپریل په دوهمه په سویس کې وشوه، ټاکل شوې ده وروستی تړون د جون تر دیرشمې لاسلیک شي چې له مخې به یې نړېوال د اټمي پروګرام له امله پرایران لګولي بندیزونه سست کړي او ایران به له یو شمېر اټمي فعالیتونو لاس واخلي، نتنیاهو پر دې موافقې اعتراض وکړ او ویې ویل:
″دغه ناوړه موافقه چې له ایران سره کیږي، دا مانا لري چې له تاریخي درسه مو څه نه دې زده کړي.
د ایران د تیري کوونکو هڅو په وړاندې، لویدیځ سترګې پټوي.″
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر اوباما اداره ډاډه ده چې له ایران سره به یوه موافقه وکړي څو نړۍ یوڅه مصونه شي.
خو بل لورته د اپریل په څوارلسمه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې په غوڅ اکثریت دا لایحه تصویب کړه چې کانګرس به له ایران سره د اټومي پروګرام پر موافقې له سره غور وکړي.
د اسراییل صدراعظم بیا بیا ویلي دي چې دی دا ویره لري چې دغه موافقه به ایران د اټومي وسلو له جوړولو راونه ګرځوي.
ایران بیا دا تورونه ردوي چې د اټمي وسلو د جوړولو هڅې کوي ، تهران وایي چې اټمي فعالیتونه یې د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره دي.