د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

راحیل شريف: بهرني استخبارات دې په بلوچستان کې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي


د پاکستان د پوځ مشرجنرال راحيل شريف پرون په کوټه کې د امنيت په اړه يوې غونډې ته په وينا کې پربهرنيو هېوادونو او د هغوى پراستخباراتي ادارو ږغ کړى چې په بلوچستان کې دي د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

راحيل شريف په تربت کې د شلو مزدورانو پر وژنه خواشيني څرګنده کړې او د بلوچستان حکومت ته يې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د مرستې ډاډ ورکړى دى.

د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان د ملېشه ځواکونو په دفتر کې د امنيت په اړه يوه پراخه غونډه وشوه چې مشري يې د پاکستان د پوځ لوى دستيزجنرال راحيل شريف کوله.

په غونډه کې د بلوچستان والي يا ګورنرمحمدخان اڅکزي، اعلى وزير ډاکټرمالک بلوڅ او نورو لوړ پوړيو پوځي چارواکېو په کې ګډون کړى وو.

د بلوچستان د ملېشه ځواکونو ايالتي مشرشېرافغان غونډې ته په ايالت کې د امنيت او د وسله والو په ضد د امنيتي ځواکونو د عملياتو په اړه مالومات وړاندې کړل.

لوى درستيزجنرال راحيل شريف د تېرې شنبې په ورځ په تربت سيمه کې د شلو مزدورانو پر وژنه سخته خواشيني څرګنده کړه او هوډ يې څرګند کړ چې د بې ګناه کارګرو په وژنه کې لاس لرونکې ترهګربه هيڅکله ونه بخښي او پوځ به يې په هېواد کې د قانون تربشپړحاکميت پورې د ترهګرۍ ځپلو ته دوام ورکړي.

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د خپلواکې غوښتونکېو بلوڅو سازمان چې د شلو مزدورانو د وژنې مسووليت يې منلى وو، د بلوچستان د کورنيو چارو وزيرسرفرازبګټي وارله مخه لا د هند د استخباراتي ادارې (را) له خوا د مرستې په تر لاسه کولو تورن کړى وو.

جنرال راحيل شريف دې ته په پام سره پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، پربهرنيو هېوادونو او د هغوى پر استخباراتي ادارو يې ږغ وکړچې په بلوچستان کې دي د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په بلوچستان کې دي ناامنۍ ته لمن نه وهي، وايي هغه ټولې بهرنۍ هڅې به له ماتې سره مخامخ کړي چې په بلوچستان کې د ترهګرو او وسلوالو ملاتړ کوي.

جنرال راحيل شريف وويل چې پوځ به يې د ترهګرۍ په ځپلو کې د بلوچستان له ايالتي حکومت سره له هيڅ ډول مرستې څخه سپما ونه کړي، ده د امنيت په ټينګښت کې د بلوچستان د ملېشه ځواکونو او نورو امنيتي ادارو هڅې و ستايلې او ويې ويل چې د ترهګرو، د هغوى د خواخوږو او له دوى سره په مرسته کوونکېو پسې به پلټنه دوام ولري او هغوى به د پاکستان په هيڅ يوه ځاى کې د پناه ځاى ونه لري.

د يادونې وړده چې ملېشه ځواکونو په تربت کې د وژل شويو مزدورانو د وژنې په ضد د تېرې دوشنبې په شپه د تربت ښار په شاوخوا کې په وسلوالو پسې د پلټنې عمليات وکړل چې په کې يې د مزدورانو په وژنه کې د تورنو ديارلسو وسله والو د وژلو ادعا کړې وه، خو خپلواکې غوښتونکې سازمان بلوچ ليبرېشن فرنټ رسنيو ته ويلي وو چې د ملېشه ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي کسان عام خلک وو او مخکې له مخکې ترى تم وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG