د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

د افغانستان ولسمشر هند ته ځي


د افغانستان ولسمشرهند ته په درې ورځني رسمي سفر روان دی.

دا سفرپه داسې وخت کې ترسره کیږي چې د یوشمېر راپورونوله مخې افغانستان له هغې غوښتنې په شا شوی دی چې هند د درنو وسلو مرسته ورسره وکړي.

د اشرف غني د سفرپه درشل کې چې ویل کیږي د اپریل په ۲۷ به پیل شي، د افغانستان لومړۍ میرمن په هند کې د دغه هېواد د بهرنیوچاروله وزیرې سره کتلي دي او پر دوه اړخیزو اړیکو ورسره غږیدلې ده.

ولسمشراشرف غني به د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري.

د هندي رسنیو په وینا د دې سفرپه ترڅ کې به افغان ولسمشر د هند د نړیوالو اړیکو شورا ته وینا وکړي.

د دې سفرد اجنډا په اړه تراوسه نورمعلومات نه دي خپاره شوي.

په هند کې د افغانستان د سفارت مرستیال اشرف حیدري ازادي راډیو ته وویل چې د سفر پر اجنډا کار روان دی:

″ټاکل شوې ده چې دا سفر ترسره شي. تراوسه په ابتدايي مرحلې کې دی، د تنظیم چارې یې روانې دي.″

بل لورته د ولسمشرغني میرمني بي بي ګل په نوي ډيلي کې د هند د بهرنیوچاروله وزیرې سوشما سوارج سره تیره ورځ وکتل.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې هند پر دې ویاړي چې افغانستان یې لومړی ستراتیژیک ملاتړی دی او د افغانستان امنیت او ثبات یوازې د هند نه د ټولې جنوبي اسیا لپاره مهم دی.

وروسته تردې چې اشرف غني ولسمشرشوی دی دا به هند ته د ده لومړی سفر وي.

د مارچ په میاشت کې اجرایي رییس عبداله عبداله هند ته په یوه غیر رسمي سفر تللی و.

اشرف غني ته د هند د سفربلنه د هند صدراعظم نریندرا مودي تیرکال د جنوبي اسیا د مشرانو د غونډې پرمهال د نیپال په مرکزکټمندو کې ورکړې وه.

هند ته د افغانستان ولسمشرپه داسې وخت کې روان دی چې راپورونه خپاره شوي دي چې د افغانستان حکومت له هغې غوښتنې په شا شوی دی چې پخواني ولسمشرحامد کرزي له هنده د وسلو په برخه کې کړې وه.

حامد کرزي له هنده د درنو وسلو غوښتنه کړې وه چې هندي چارواکو د دې وسلو د ورکړې ژمنه نه وه کړې.

هندي رسنۍ وایي چې کابل د دې لپاره دا هڅې کوي چې د سولې په بهیر کې د پاکستان د حکومت مرستې راجذب کړي.

اشرف غني په تیروڅه باندې شپږو میاشتو کې چې واکمن شوی دی چین او پاکستان ته تللی دی، خو دا یې هند ته لومړی سفر دی. هند د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته له افغانستان سره د شاوخوا دوه میلیارډه ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG