د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

فعالان: د ۳۱مسافرو د راخوشې کیدوپه خاطرد ملت غوښتنه یوه ده


مدني فعالان وایې، د یودیرشو برمته شوو مسافرو د راخوشې کیدو لپاره ټول افغانان متحد دي او د ټولو غوښتنه دا ده چې هغوی ازاد وویني.

دې مدني فعالانو په یوه نوي حرکت سره سلګونه پوکاڼې هوا ته ازادې کړې چې پرې د یودیرش کسانو د خوشې کیدو غوښتنه شوې وه.

له دې سره د ولسي جرګې ادارې هیت وایې چې حکومت ورته ژمنه ورکړې چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به تښتول شوي مسافر راخوشې شي.

په زابل ولایت کې د برمته شوو یودیرش مسافرو د راخوشې کیدو لپاره هره ورځ بېلابېلې غونډې جوړیږي، خو له داسې هیلې سره چې هغوی باید ازاد شي.

د سې شنبې په ورځ لسګونه مدني فعالانو د کابل د زرنګار پارک په سیمه کې چیرته چې د برمته شوو کورنیو د تحصن خیمې وهلې، سلګونه پوکاڼې هوا ته پورته کړې چې د ۳۱ برمته شوو کسانو د خوشې کیدو غوښتنې پرې لیکول شوې وې.

مدني فعال احمدشاه ستانکزي ازادۍ راډیوته وویل، له دې حرکت سره غواړي چې وښيي د هغوی د راخوشې کیدو په خاطرد ملت غوښتنه یوه ده:

″موږ د خپلو هېوادوالو د راخوشې کیدو لپاره تر وروستی حده هڅې کوو او موږ نن د پوکاڼیو له لارې سلګونه پیغامونه ولیږل چې زموږ د وروڼو د خوشې کیدو غوښتنه پرې لیکل شوي او په بېلابېلو ځایونوکې به له همدې پیغام سره را ښکته شي.″

د چوپې خولې له دې ډول نوي حرکت ورهاخوا د تیروڅه باندې پنځوس ورځو راهیسې په بېلابېلو نورو ډولونو، اعتراضونو او تحصني ناستو کې هم د یودیرش برمته شوو مسافرو د راخوشې کیدو غوښتنه شوې ده.

د دې ۳۱لا درکه مسافرو د برمته کیدو څخه نږدې دوه میاشتې تیریږي کوم چې د زابل په ولایت کې د وسله والو کسانو له خوا له موټرو ښکته او تراوسه یې د بیرته راتلو له انتظاره پرته بل څه درک ندی لګیدلی.

له دې سره د ولسي جرګې اداري هیت وایې، حکومت له یوې غوره طریقې سره د هغوی د ژوندي راخوشې کیدلو پلان بشپړکړی دی.

د ولسي جرګې لومړی منشي عبدالروف انعامي د لسګونه مدني فعالانو د اعتراض پرمهال ازادۍ راډیوته وویل، د حکومت له خوا داسې ډاډ ورکړل شوی چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به برمته شوي کسان راخوشې شي:

″انشالله ترلسو نورو ورځو پورې حکومت معیاد ټاکلی چې هڅې نتیجه ورکوي او د راخوشې کیدو لپاره یې له دې لارې نه چې برمته نیونه رواج شي بلکې له غوره طریقې سره هڅې کیږي په پلان سره هڅې روانې دي او انشالله چې نتیجه ورکوي.″

نوموړی وایې، د حکومت هڅه دا ده چې هم برمته شوي کسان سلامت راخوشې شي او هم د برمته نیونې له دودیدو مخنیوی شوی وي.

له دې سره د برمته شویو کسانو د کورنۍ غړي وایې، تر اوسه له هر پرمختګه بې خبره ساتل شوي او کله هم د ورکو شوو غزیزانو د ژوندي لیدو ډاډ نه دی ورکړل شوی.

دوی او د مدني ټولنو یو شمېرفعالان وایې، دولت باید له اعظمي هڅو کار واخلي او د ضرورت په وخت کې له ملته وغواړي چې د مرستې لپاره میدان ته راودانږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG