د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د خوست شیخ زاید پوهنتون به لومړی درجې پوهنتونونو ته لوړ شي


د خوست شیخ زاید پوهنتون چارواکي وايي، چې د عربي متحده اماراتو حکومت او په کابل کې د یاد هېواد د سفارت استازو ورسره ژمنه کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به ددې پوهنتون د علمي او ودانیزې پرمختیا په برخه کې پراخه همکاري وکړي او د لومړی درجې پوهنتونونو ټول امکانات به ورته برابر کړي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون په شپاړسو پوهنځیو کې چې نږدې لس زره محصلان لوړې زده کړې کوي، دا مهال یوازې د اتو پوهنځيو له پاره تدریسي ودانۍ لري، چې د ودانیو د کمښت له کبله په دریو شفتونو کې يې د ورځې له مخې د تدریس چارې روانې وي.

د شنبې په ورځ د خوست شیخ زاید پوهنتون چارواکو د یاد پوهنتون د عبدالصمدخان اڅکزي دغونډو او کنفرانسونو په تالار کې د رسنیو له خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل، چې دوی د عربي متحده اماراتو د حکومت له استازو سره په خپله وروستۍ کتنه کې ددې پوهنتون ټول ضرورتونه شریک کړي او هغوی ژمنه کړې، چې دوی به دې پوهنتون سره په ټولو برخو کې دومره مرسته کوي، چې بالاخره د ودانیو، امکاناتو او کدرونو له نظره د افغانستان په لومړی درجه پوهنتونونو کې شمار شي.

د شیخ زاید پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي رئیس پوهنوال ګل سلیم شرافت ازادۍ راډیو ته په دې اړه چې د عربي اماراتو د هېواد ددې لیوالتیا لامل څه دی، وویل چې افغان ولسمشر اشرف غني یاد هېواد ته په خپل وروستي سفر کې دا مسله شریکه کړې وه:

((د دې یوه انګیزه داوه چې محترم ولسمشر اشرف غني د خپل سفر په اجنډا کې دا مسله راولاړه کړې وه، نو د هغې پر بنا دوی وویل، چې دا ځل موږ تاسې یوازې نه پریږدو، په خپل قول او خبرو کې صادق یو، کومې وعدې چې موږ محترم اشرف غني سره کړې دي هغه عملاً پلي کوو.))

دا چې د شثخ زاید پوهنتون سره د عربي متحده اماراتو د ممکنه مرستو اړتیا او اغېز څه دی، په اړه يې د محصلانو په چارو کې د یاد پوهنتون مرستیال اسدالله تڼي وویل:

((کله چې د دې پوهنتون له پاره دا تاسیسات جوړیدل موږ تر دوه نیمو زرو پورې محصلان درلودل، اوس مو دا شمېر لسو زرو کسانو ته نږدې شوی دی، تاسو ته مالومه ده چې موږ نشو کولای، چې دا مخ پر زیاتیدونکي محصلان په دې اتو دوه پوړیزو ودانیو کې ځای کړو، .که نوې ودانۍ راته جوړې نه شي، د ځای د کمښت له جدي ستونزو سره مخامخ یو، نو دا زموږ له پاره حیاتي ارزښت لري.))

د طب پوهنځي استاد پوهنوال بادشاه زار عبدالي وویل، چې د عربي متحده اماراتو د حکومت استازو لیوالتیا ته په کتو باور لرو، چې دوی به شیخ زاید پوهنتون سره په ټولو اداري، تعمیراتي او علمي برخو کې مرستې وکړي.

د شیخ زاید پوهنتون یو بل تن استاد مدیر منګل وايي، چې عربي متحده امارات باید د استادانو د ماسټرا او دوکتور زده کړو په برابرولو کې مرسته وکړي، تر څو د دې پوهنتون علمي سطحه لوړه شي او په شیخ زاید پوهنتون کې هم د ماسټرا او دوکتور زده کړو له پاره زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده خوست شیخ زیاد پوهنتون دیارلس کاله وړاندې په دې ولایت کې په څلور پوهنځیو کې خپل تدریسي بهیر پیل کړ، چې اوس ۱۶ پوهنځي لري، یاد پوهنتون د افغانستان په ټولو ۹۱ پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسساتو کې نهم مقام لري.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG