ډله ييز امنيتي تړون چې تاجکستان، روسيه، ارمنستان، بيلروس، قزاقستان او قرغزستان يې غړي هيوادونه دي، له تاجکستان سره مرسته کوي چې له افغان پولې سره دفاعي اقدامات ټينګ کړي.
د روسيې دفاع وزارت ويلي چې د اپرېل د نهمې د غونډې پر مهال، د ډله ييز امنيتي تړون غړيو هيوادونو پوځي هييت په سيمه کې د دې ادارې د نظامي خطرونو ارزونه وکړه.
د RIA نووستي خبري اژانس په وينا، د روسيې د دفاع وزارت ويلي چې په دې غونډه کې افغانستان ته په ځانګړې توګه د اسلامي دولت تروريستي ډلې يا داعش د فعاليتونو سره اړوند پام وشو.
له غونډې وروسته، د تاجکستان د دفاع وزارت لومړي مرستيال ظريف شريفزاده په خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل چې د خبرو مهمه موضوع د افغانستان وضعيت او د اسلامي دولت وسله والې ډلې د فعاليت او په جمعي امنيت تړون ادارې غړيو هيوادونو کې د دې ډلې د ګډ امنیتي اغېز وه.
شريفزاده وويل چې د ډله ييز امنيتي تړون استازيو په افغانستان کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې له خوا د ممکنه خطرونو د مخنيوي په اړه خبرې وکړې.
دې خطرونو ته په عکس العملونو کې د ډله ييز امنيتي تړون د ګډو قواوو د استعمال خبره هم شامله ده.
شريفزاده زياته کړې چې د نظرياتو په تبادله کې د ګډې هوايي قوې او ميزايل دفاعي سيستم جوړولو خبرې هم شاملې وې.
په افغانستان کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د حضور په اړه ويل شوي او په دې وروستيو کې دغې ډلې اعلان کړی چې د پاکستان او افغانستان لپاره يې د پاکستاني طالبانو پخوانی قومندان حافظ سعيد خان خپل مشر ټاکلی دی.
په افغانستان کې د دې ډلې د حضور او له خوا يې د پېښو خطرونو په اړه سياستواله شکريه بارکزۍ وايي:
”په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې حضور يو مسلم حقيقت دی چې انکار نشي ځيني کېدای. بايد هېر نشي چې د افغانستان شمال سیمې ورو ورو په نا امنو سيمو بدليږی او دا ځکه چې د منځنۍ اسيا په هيوادونو کې اسلامي سخت دريځو ډلو اسلامي دولت سخت دريځې ډلې ته زمينه برابره کړه چې دلته خپل فعاليتونه وکړي. په همدې حال کې د سپين بيرغ په تور بدلېدل هم د نظرياتي اختلافاتو، د کار نه موندلو او د هغو ستونزو له کبله چې پخوا هم مطرح وې، د يوه جدي تهديد په څېره کې رامخته شوی دی“
روسي چارواکو د ۲۰۱۴م کال د نومبر په مياشت کې د ډله ييز امنيتي تړون سره د متحد هوايي دفاعي سيستم په اړه خبرې کړې وې.
د روسيې لوی درستيز والري ګيراسيموف ویلي وو چې مسکو به په منځنۍ اسيا کې د دې سيستم لپاره يوه تګلاره غوره کړي.
روسيې پخوا هم اندېښنه څرګنده کړې چې په ډله ييز امنيتي تړون غړیو هيوادونو کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې فعاليتونه ډېر شوي دي او ويلي يې دي چې د اسلامي دولت لومړۍ ډلې د روسيې سره د تاجکستان په ګډون پر جنوبي پوله پرتو هيوادونو کې راڅرګند شوي وو.