د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

ننګرهار: د موټربم چاودنې له امله د ملکي تلفاتو شمېر شپاړلس تنو ته ورسید


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، نن شاوخوا لس بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه فرعي سړک د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټربم برید شوی.

د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقي وال وايي؛ په دې برید کې څلور تنه وژل شوي او دولس تنه نور زخميان دي.

نوموړی وايي، د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه کوم راپور نشته او په دې پيښه کې وژل شوي او زخميان ټول ملکي وګړي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د روغتيا ريیس ډاکټر نجیب کاموال وویل چې دوی ته په وروړل شویو زخميانو کې د درېیو تنو روغتيايي وضعيت نازک دی.

بل خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته په راستولي ټلیفوني پيغام کې د دې پيښې مسوولیت په غاړه اخیستی او په خبره يې په دې برید کې يې بهرنيو ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

پخواني معلومات:

نن سهار د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر انتحاري حمله شوې ده.

د ننګرهار امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته وویل چې نن شاوخوا لس بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند هوايي ډګر ته څيرمه پر يوه فرعي سړک د بهرنيو ځواکونو پر کاروان انتحاري حمله شوې چې په پایله کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور زخميان شوي دي.

دا چې بهرنیو ځواکونو ته هم تلفات اوښتي کنه مشرقي وال وايي؛ په دې اړه ورسره معلومات نه شته.

وسله طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او یې دي چې په حمله کې یې بهرنیو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

سیمې ته امنيتي ځواکونه ورغلي د پيښې نور جزیات به وروسته خپاره شي.

XS
SM
MD
LG