د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

ايران او ترکيه د يمن د جګړې په اړه موافقې ته رسېدلي


د ايران او ترکيې ولسمشرانو په يمن کې د جګړې د سياسي حل د څرنګوالي په خاطر موافقې ته رسېدلي دي.

ايران په يمن کې د حوثي جنګياليو ملاتړکوي او ترکيه په يمن کې د حوثي جنګياليو پرخلاف د سعودي عربستان په مشرۍ د عربو هېوادونو د اييتلاف ملاتړکوي.

ترکي او ايران په يمن کې جګړې ته د پای ټکی اښودلو د اړتيا په اړه موافقه کړې ده.

د دې جګړې له کبله د دغه دواړو ګاونډي هېوادونو اړيکې ترینګلي شوي دي.

د ايران ولسمشرحسن روحاني په دې اړه له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان سره ترليدو وروسته په يوه ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

دا خبرې غونډه په ژوندۍ بڼه د ايران له دولتي تلويزيون څخه خپره شوه.

حسن روحاني وويل، د عراق، سوريې او فلسطين په اړه يې اوږدې خبرې وکړې. ده وويل:

″د نورو هېوادونو په مرسته، زموږ دواړو هېوادونه، بايد له يو بل سره کار وکړي ترڅو د خدای په مرسته، موږ داسې شرايط برابرکړو چې سوله، ثبات، امنيت او د ټولو په استازيتوب حکومت رامنځته کړي چې په يمن کې د ټولو لورو په ګډون مذاکراتو ته لاره پرانيزي.″

د فرانسې خبري اژانس د راپورله مخې، ايران چې په يمن کې د حوثي جنګياليو ملاتړکوي، د سعودي عربستان په مشرۍ د اييتلاف هوايي بمبارۍ چې ترکيې يې ملاتړکړی دی، غندلي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان خپله هغه خبره چې د مارچ د مياشتې په پای کې يې ويلي وو چې ايران په سیمه کې خپل تسلط غواړي، رد کړه او له ايرانه يې غوښتنه وکړه چې له يمنه، سوريې او عراقه خپلې قواوي وباسي.

رجب طيب اردوغان په دې خبرې غونډه کې وويل:

″موږ بايد يوځای خبرې او مذاکره وکړو ترڅو د دې وژنې او وينو تويولو مخه ونيسو.

موږ بايد په دې جګړه کې ښکېل لوري سره يو ځای کړو او وګورو چې موږ دا شيان څومره پرمخ وړای شو.

موږ څه ډول منځګړيتوب کولی شو؟ موږبايد د دې جزياتو په اړه خبرې وکړو او زه هيله لرم چې موږ به يوه پايله تر لاسه کړو.″

ترکيه او ايران د سوريې په اړه هم مخالف دي.

رجب طيب اردوغان د خپل سفر پرمهال د ايران د سترمذهبي مشرايت الله علي خامنه اي سره هم وليدل.

دغه دواړه ګاونډي هېوادونه پردې ترينګلو اړيکو سربېره غواړي د تهران او انقرې ترمنځ سوداګري د ۲۰۱۵م کال په اوږدو کې تر درې مليارده ډالره ورسوي.

XS
SM
MD
LG