د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

امريکا: که له ايران سره نهايي موافقه وشي، بنديزونه په تدريجي ډول لرې کېږي


د امریکا متحده ایالات وايي، که چیرې د جون د دیرشمې نیټې مخکې له ایران سره د دې هیواد د اتومي پروګرام په اړه یوه وروستۍ موافقه رامنځته شي نو پر دې هیواد لګیدلي بندیزونه به په تدریج لرې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران وايي ژمنه ورسره شوې چې د وروستۍ موافقې له لاسلیک سره سم به پر دې هیواد ټول لګیدلي بندیزونه په یو وخت لرې شي .

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنیسټ پرون وویل، واشنګټن دا ایراني چارواکو ته روښانه کړې چې د یو وروستي توافق د رامنځته کیدو په صورت کې به پرې دې هیواد لګیدلې بندیزونه په بیلابیلو پړاونو کې لرې کیږي .

نوموړې زیاته کړه چې په دې اړه پر جزییاتو لا هم باید خبرې وشي .

وروسته له هغې چې د اپریل په دویمه نیټه ایراني چارواکي د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو سره د دې هیواد اتومي پروګرام په اړه د یوې موافقې پر چوکاټ سلا شول، په خپلو څرګندونو کې یې ویلي، د نهايي تړون تر لاسلیک وروسته به پر دې هیواد د امریکا، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو بندیزونه په یو ځايي توګه لرې کیږي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنیسټ وايي، د امریکا دریځ هیڅکله دا نه وو چې ټول بندیزونه به د وروستۍ موافقې له لاسیک وروسته سمدستي لرې کیږي:

” د جون له پای ته رسیدو سره سم به موږ پر دې کار کوو چې د بندیزونو لرې کول څه ډول کار کوي، ایرانیان ټینګار کوي چې بندیزونه دې له لومړۍ ورځې لرې شي، خو ولسمشر په ټینګار له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د داسې یو لارې ملاتړ کوي چې موږ به ورو- ورو د بندیزونو لرې کولو څارو څو ډاډمنه کړو چې ایران له شوې موافقې سره سم عمل کوي “

بل خوا پرون د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا رد کړه چې ګوندې د ایران له خوا د اسرایلو د موجودیت په رسمیت پیژندل به د تهران سره د وروستۍ اتومې موافقې برخه وي.

ولسمشر بارک اوباما له ملي عامه راډیو سره په مرکه کې په دې برخه کې د اسرایلو د صدراعظم نتنیاهو غوښتنې ته په اشارې وویل، دا به داسې وي لکه چې ووایو موږ به تر هغې له ایران سره اتومي موافقه نه لاسلیکوو څو چې د ایران د رژیم څرنګوالی په بشپړه توګه نه وي بدل شوی .

ولسمشر بارک اوباما ویلي، اسرایل دا حق لري چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه اندېښمن وي . خو زیاته یې کړه امریکا به له ایران سره په هر ډول وروستۍ موافقه کې د اسرایلو پوځي برلاسي باوري کړي.

نوموړې وویل د واشنګټن لپاره د اسرایلو ثابته مسئله ده .

خو د اسرایلو صدراعظم د یوې نهايي موافقې لپاره پر رامنځ ته شوي چوکات هوکړه یوه بد جوجاړی بللی دی .

په عین حال کې مهم ډیموکراټ امریکايي سناتور چوک شومر پرون وویل، د جمهوريت غوښتونکو د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې کانګرس ته اجازه ورکوي له ایران سره شوې موافقه رد کړي .

XS
SM
MD
LG