د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

۶ قدرتونو ومنله چې د ایران اټومي پروګرام د نړۍ لپاره ګواښ نه دی


د ایران ولسمشر د دې هیواد او د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه د رامنځ ته شوي ابتدايي هوکړې هرکلی کړی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو ترمنځ د دې هیواد د اتومي پروګرام په اړه د یو توافق پر چوکاټ د رامنځ ته شوې هوکړې هرکلی کړی او دا یې د خپلو خلکو او هېواد لپاره یوه مهمه تاریخي پېښه بللې ده.

ښاغلي روحاني په یوه وینا کې چې پرون د ایران له دولتي ټلویزون خپره شوه؛ وویل، ایران پر دې باور دی چې د نورو تهدیدول او پر هغوی فشار راوړل په نننۍ نړۍ کې د منلو نه دي او په هر ډول توافق کې باید ټول ښکیل لورې ګټونکي وي:

”په هغه چوکاټ کې چې تر تیرې شپې ور ورسیدو؛ د نړۍ شپږو پیاوړو هېوادونو منلې چې ایران په خپله خاوره کې د غنۍ سازۍ لرونکی اوسي. یعنې هغه څه چې تر پرونه یې ویل چې په ایران کې د یورانیمو غني کول سیمې او نړۍ ته ګواښ دی، اوس یې ومنله چې په ایران کې د یورانیمو غني کول د هیچا لپاره ګواښ نه دی.“

د ایران د ولسمشر له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د امریکا، بریتانیا، چین، روسیې، فرانسې او جرمني استازي د ایران له استازو سره د یو داسې توافق د اساسي اړخونو پر یو چوکاټ سلا شول چې له مخې یې ایران خپل اتومي پروګرام محدودوي او نړیواله ټولنه به پرې دې هیواد لګیدلې بندیزونه لرې کوي.

روحاني وویل، اوس باید دواړه لوري یو وروستي توافق ته د رسېدو لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کړي. ټاکل شوې ده چې ورستی توافق به د جون د میاشتې تر پای پورې لاسلیک شي.

ګڼو ایرانیانو د نړۍ له شپږو پیاوړو هیوادونو سره د تهران ددې هوکړې د رامنځ ته کیدو هرکلی کړی دی.

په تهران کې د علي رضا په نوم یو محصل د دې هوکړه لیک په اړه داسې وايي:

”ډیر ښه دی، ځکه چې بندیزونه لرې کیږي. خو اغیزې یې دا دي چې اتومي فعالیتونه محدودوي؛ خو په مجموعي توګه زموږ په ګټه دی.“

خو یو شمېر محافظه کارانو بیا پر دې هوکړې انتقادونه کړي او ویلې یې دي؛ د ایران له اړخه په دې اړه خبرو اترو کې ډیره نرمي ښودلې شوې او دا اتومي تفاهم ایران کمزوری کوي.

په عین حال کې د اسراییلو حکومت د دې هوکړې سره مخالفت څرګند کړی دی. د اسراییلو د صدراعظم ویاند مارک ریګیف دا یو خطر ناک لورې ته ګام بللی دی.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل؛ له ایران سره چې هره توافق لاسلیک کیږي؛ باید دا هېواد په کې د اسراییلو د موجودیت حق په روښانه او واضحه ډول په رسمیت وپیژني.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپل وروستي ټیلفوني تماس کې د اسراییلو صدراعظم ته ویلي؛ په اتومي برخه کې له ایران سره پرمختګ د تروریزم څخه د ملاتړ او اسراییلو ته د ګواښ به برخه کې د تهران په اړه شته اندېښنې له منځه نه وړي.

XS
SM
MD
LG