د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

افغان صنعت کاران د صنایعو خونې د جوړېدو غوښتونکي شول


سره له دې چې په تېرو کلونو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته په کمه ګمرکي مالیې د بیلابیلو موادو واریدیدو او نورو ستونزو د افغان صنعتکارانو چارې ټنکۍ کړې وې؛ خو د صنعت کارانو د ټولنې غړي وايي؛ په بیلابیلو صنعتي برخو کې یې پرمختګونه کړي او توانیدلي چې په هېواد کې د ننه تر یو میلیون زیاتو کسانو ته کار پیدا کړي.

د افغانستان د صنایعو د سرتاسري ټولنې مشر شیر باز کمین زاده د دې ټولنې د نورو غړیو سره یو ځای پرون له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې وویل؛ د ستونزو سربیره افغان صنعت کارانو؛ د قالینو، لاسي صنایعو، غیرې الکولي مشروباتو، خوراکي موادو، چاپي صنعت، پلاستیکي توکو، فلزي صنایعو، درمل جوړوونې او لباس په شمول په ګڼو نورو برخو کې پرمختګونه کړې دي.

د ښاغلي کمین زاده په وینا، د صنعت کارانو ټولنه له بیلابیلو اوه ویشت انجمنونو څخه جوړه ده او دا مهال تر یو میلیون زیات افغانانو ته د دوی له خوا په صنعتي برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان د صنایعو د ټولنې رییس له ولسمشر غني سره په خبرو کې زیاته کړې؛ په تیره یوه لسیزه کې په هیواد کې درې زره لویې او وړې فابریکي د صنعت کارانو له خوا جوړې شوي چې په مجموعي توګه په کې تر یونیم میلیارد ډالرو زیاته پانګونه شوې ده.

له ارګ څخه یوه خپرې شوې خبر پاڼه وايي چې افغان صنعت کارانو ولسمشر غني ته په خپلو بریاوو سربیره خپلې ستونزې هم بیان کړې او د دوی د ستونزو د پروخت هواري لپاره یې له ولسمشر وغوښتل چې د صنایعو خونه دې جوړه شي.

د ولسمشر د ویندوی دفتر په وینا؛ ولسمشر د افغانستان د صنایعو ټولنې غړیو ته ډاډ ورکړی چې د دوی د فعالیتونو د ساتنې، پیاوړتیا او د پانګونې د پراختیا لپاره به په پوره توان هڅې وکړي.

ولسمشر د صنایعو د خونې د جوړېدو سره هم موافقه څرګنده کړې او افغان صنعتکارانو ته یې ویلي؛ کله چې د سوداګرۍ نوی وزیر د باور رایې تر لاسه کړي د دوی په سلا مشوره به په دې برخه کې اقدامات وکړي.

ولسمشر په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې کورني تولیدات باید په بنسټیزه توګه پیاوړي شي؛ په ځانګړې توګه جامي، بوټان او خوراکي توکي باید افغانستان په کور دننه پوره کړي.

د ا رګ په وینا، ولسمشر افغان صنعتکارانو ته وویل؛ افغانستان باید د یو پل په توګه په یو صادرونکي هیواد بدل شي.

نوموړې همدارنګه په حکومتي قراردادونو کې هم پر شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل، هر قرارداد به په چاپي او روښانه توګه د ټولو مخې ته ایښودل کیږي، او د پردې تر شا به هیڅ ډول قراردادونه نه کیږي.

د ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او مالیې سرپرست وزیرانو او نورو افغان چارواکو هم صنعت کارانو د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

له ګاونډیو هیوادونو څخه په ارزانه بیه، او کمه مالیه د بې کیفیته موادو واردیدلو، د یو شمیر افغان تولیدونکو او صنعت کارانو پر کارونو ناسمې اغیزې کړي.

خو ولسمشر غني، په دې لیدنه کې د مالیې وزیر ته سپارښتنه کړې، چې د ګمرکي تعرفو سیستم دې نه یوازې په کلني ډول بلکې په ځانګړو فصلونو د افغانستان د خلکو په ګټه بدل کړي.

د خامو موادو نشتوالي، د انرژۍ کمی او نا امني نورې سترې ستونزې دي چې افغان صنعت کارانو یې د خپلو تولیداتو د پراختیا په وړاندې خنډ بولي.

XS
SM
MD
LG