د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د ایران د اټمي موافقې په اړه د مسودې اعلان او غبرګونونه


بلاخره ایران او د نړۍ د شپږو هېوادونو استازو تر اوږدو بحثونو وروسته د ایران د اټمي پروګرام په اړه د وروستي توافق پر مسودې سلا شوه.

امریکا وایي، دغه توافق به د اټمي وسلې د جوړولو لپاره ټولې لارې پر ایران وتړي.

د نړۍ د شپږو سترو طاقتونو او ایران د لوړ پوړو دیپلواتانو ترمنځ تر اتو ورځو خبرو وروسته د پنجشنبه په ورځ د ایران د اټمي پروګرام په اړه د وروستي توافق مسوده اعلان شوه چې د ایران اټمي پروګرام محدودي.

د دې موافقې له مخې به پر ایران د ملګروملتونو او اروپایې ټولنې هغه بندیزونه لېرې شي چې د ایران او لویدیځ ترمنځ اقتصادي اړیکې یې زیانمنې کړي دي.

ایران، امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او المان د تهران د اټمي پروګرام په اړه د وروستي توافق لپاره درې میاشتې یعنې د روان کال د جون تر دیرشمي وخت لري.

د امریکا ولسمشربارک اوباما که څه هم پردې مسودې د دیپلوماتانو سلاکیدل یو تاریخي درک بولي، خو د ایران له لوري د لازمو معیارونو د نه مراعاتولو په صورت کې د وروستۍ موافقې د نه لاسلیکیدو احتمال نه ردوي:

″زموږ کار تر اوسه نه دی ختم شوی او تړون هم تر اوسه نه دی لاسلیک شوی.

له اوسه د جون د میاشتې تردیرشمي به مذاکره کوونکي د دې توافق پر جزییاتو او د مسودې د تطبیق پر چارو کار کوي.

که چېرې د ایران له لوري شاتګ وشي او د کنټرول او څارنې تګلاره زموږد امنیتي او اټمي متخصصینو له معیارونو سره سم نه وي، نو دا موافقه به ونشي.″

د اروپایې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر فدریکو موغیریني د اپریل په دوهمه نیټه د سویس په لوزان ښارکې د اعلامیې انګلیسي متن وړاندي کړ.هغه لومړنی توافق، ټاکونکی ګام وباله:

″نن موږ ټاکونکی ګام واخیست. موږ د یوه ګډ کاري پروګرام پر مهمو مسایلو هر اړخیز توافق وکړ.

دا کار له هراړخه د سیاسي ارادې، ښه نیت، دوامداره او سخت کا ر په نتیجه کې ممکن شو.″

بل خوا د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري ویلي چې هېواد یې په سیمه کې د ایران د بې ثباته کوونکي رول په اړه اندیښمن دی.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیوچارو وزیرمحمد جواد ظریف د نړۍ له ستروطاقتونو سره د ایران د موجودې بې باورۍ په اړه وویل:

″موږ د اعتماد ډیره جدي ستونزه لرو. دا دوه اړخیزه بې باوري ده چې باید کار پرې وشي او هیله لرم دا بهیر دې هغې یوه برخه علاج کړي.″

سره له دې چې د ایران د اټمي پروګرام د وروستۍ موافقې په اړه د مسودې د هوکړې له اعلان سره د اسراییلو، په امریکا کې د اوباما د مخالفینو او په خپله ایران کې د ځینو تندلارو غبرګونونه راوپارول، خو د ایران خلکو په خوښۍ سره د دې اعلان هرکلی وکړ او کوڅو ته راووتل.

د نړۍ شپږسترهېوادونه هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي ترڅو ایران اټمي وسلو ته لاسرسی پیدا نکړي.

ایران تل ویلي چې اټمي پروګرام یې سوله ییز اهداف لري.

XS
SM
MD
LG