د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونه د تهران د اټمي پروګرام په اړه سلا شول


ایران او د نړۍ شپږو قدرتونه پرون [پنجشنبه] د تهران د اټمي پروګرام په اړه مذاکرو کې، د یوې هراړخیزې موافقې د طرحې پر مهمو اړخونو سلا شول چې د روان کال د جون د میاشتې تر پایه به د وروستۍ موافقې لاره پرانیزي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې فدریکا موغریني پرون د سویس په لوزان ښارکې د مذاکره کوونکو له خوا په ګډه اعلامیه کې وویل چې د تهران د اټمي پروګرام د بندولو او د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو لپاره یو پریکنده ګام واخیستل شو.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د دې پرمختګ ستاینه کړې او پرون یې له واشنګټنه په خبرو کې وویل چې مذاکره کونکي به د دې طرحې پر اساس، د وروستۍ موافقې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

اوباما وویل چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه په مذاکرو کې د یوې موافقې پرطرحه د ټولو ګډونکونکو سلا، یو تاریخي ګام دی:

″بلاخره، تر څو میاشتو شدیدو دپلوماتیکو هڅو وروسته، موږ د یوې موافقې پر طرحه سلا وکړه او دا یوه ښه موافقه ده.

داسې یوه غوره موافقه چې زموږ د اساسي غوښتنو سره برابریږي.

دا طرحه به هغه هره لاره بنده کړي چې ایران یې د اټمي وسلو د جوړولو خواته بیولای شوای.″

ولسمشربارک اوباما زیاته کړه چې د راتلونکې یوې لسیزې لپاره به د ایران پراټمي پروګرام شدید محدودیت ولګیږي:

″دا به د اوږدې مودې موافقه وي چې هره هغه لاره به چې ایران د اټمي بم جوړولو ته نږدې کوي، په پام کې ونیسي.

د یوې لسیزې لپاره به د ایران پراټمي پروګرام شدید محدودیت وضع شي.

د راتلونکو پینځلس کلونو لپاره به د ایران پر نویو اټمي تاسیساتو او د موادو پر ذخیرو بندیز وي او د شفافیت ساتلو هر اړخیز اقدامات به تر راتلونکو څه باندې شلو کلونو جاري وي یا حتی ځيني یې د تل لپاره دوام وکړي.

ایران به د اټمي وسلو د پراختیا دمخنیوي د نړیوال تړون د غړي په توګه، هيڅ کله د اټمي وسلې جوړولو اجازه ونه لري.″

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې کارلا نه دی تمام شوی ځکه وروستۍ موافقه لا نه ده لاسلیک شوې.

ټاکل شوې چې مذاکره کوونکي د روان کال د جون ترپایه په دې اړه هڅې جاري وساتي او څرګنده به شي چې په اوسنۍ طرحه کې راغلي موادپه څه ډول عملي کیدلاي شي.

ولسمشر اوباما په دې اړه چې د امریکا کانګرس دې پرمختګ ته په څه سترګه ګوري، وویل:

″که کانګرس دا موافقه له ځانګړو او تخصصي څیړنو پرته او د مناسب بدیل له وړاندې کولو پرته رد کړي، بیا به نو د دپلوماسۍ د ناکامۍ ملامتي پر امریکا اوړي.

نړېوال اتحاد به مات شي او د بحران پر لور به لاره پراخه شي.″

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کرې وویل، په لوزان کې شوی تفاهم یو داسې عمده پرمختګ دی چې د هغې غوره موافقې لپاره به لاره پرانیزي چې ټولو یې غوښتنه درلوده.

کري زیاته کړه چې د ایران د غني شویو یورانیمو زیرمې به د راتلونکې موافقې له مخې اوبه کیږي او یا به په نړېوال مارکيټ کې وپلورل شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پر ابتدايي ټکو شوې سلا یوې غوره موافقې ته لاره پرانیستلای شي او د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل ویلي چې نړېوال د اټمي وسلو له جوړولو د ایران د منع کولو لپاره هیڅ کله هم یوې موافقې ته دومره نه وو نږدې شوي.

رپوټونه وايي چې جان کري، د ایران د بهرنیو چارو وزیرمحمد جواد ظریف او په خبرو کې نورو شریکو اړخونو د پنجشنبې د ورځې تر ماښامه په مذاکرې جاري ساتلې وې.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موغریني پرون وویل چې د شوې پریکړې پر اساس، د ایران د اټمي پروګرام د یوارنیمو د غني کولو ظرفیت به کم شي او په ایران کې د فوردو اټمي بټۍ به د اټمي فزیک د څیړنو په مرکز بدله شي.

دې لوړ رتبه اروپايي دپلوماتې زیاته کړه چې د موافقې پراساس به یوه ټاکلې اندازه غني شوي یورانیم چې اوسمهال د ایران په لاس کې دي، له دې هیواده واخیستل شي:

″ اروپايي اتحادیه به هغه ټول اقتصادي بندیزونه چې د اټمي پروګرام په تړوا لګول شوي وو، وځنډوي او د امریکا متحد ایالات به هم د اټمي پروګرام په اړه د دوهمې درجې اقتصادي او مالي بندیزونه وځنډوي.

خو دا کاربه د اټمي انرژۍ د څارنې ادارې له خوا د اټمي پروګرام په اړه د ایراني لوري د ژمنو د عملي کیدو له تایید سره سم کیږي.″

رپوټونه وايي چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی چې له ایران سره موافقه به د اټمي بم د جوړیدو د مخنیوي پرځای، په ایران کې د اټمي بم جوړیدو ته لاره پرانیزي.

په عین حال کې، د اسرائیل د استخباراتو وزیر پرون د دې هېواد ملي راډیو ته ویلي چې د اټمي وسلې لرونکي ایران په وړاندې یې د هر ډول اقدام د ترسره کولو امکان پر میز ایښی دی:

″اسرائیل به د استخباراتو او دپلوماسۍ له لارې د هر ګواښ د مخنیوي هڅې کوي خو که چیرې بله لاره ونه لري، پوځي اقدام یې هم په پام کې نیولی دی.″

XS
SM
MD
LG