د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې له سره پیل شوې


د نړۍ د شپږوقوتونو لوړ پوړو چارواکو د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې نن د سویس په لوزان ښارکې له سره پیل کړې.

د ایران د اټمي پروګرام په اړه وروستۍ موافقه به د لویدیځو هېوادونو او اسراییلو هغه دولس کلنه ویره او په ټپه ولاړحالت پای ته ورسوي چې وایې، ایران د اټمي وسلې د جوړولو نیت لري. دا هغه ادعا ده چې تهران یې ردوي.

نن سهار د روسیې د بهرنیوچارو وزیرسرګي لاوروف ویلي چې د وروستۍ موافقې د مسودې پرټولو اساسي ټکو سلا شوې ده.

″سړی کولای شي په پوره ډاډ ووایې، د دې موضوع د وروستۍ پړاولپاره پرټولو مهمو ټکو یوه عمومي موافقه شوې ده او ښایې په څو ساعتونو یا شاید په یوې ورځې کې د کاغذ پر مخ ولیکل شي.″

خو د امریکا یې دیپلوماتانوله قوله ویل شوي چې لاهم پر ټولو اساسي ټکو موافقه نه ده شوې.

په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر فیلیپ هاموند ویلي:

″زه فکرکوم موږد تفاهم یو پراخ چوکاټ لرو، خو لا هم ځیني مهم مسایل شته چې باید کار پر وشي.″

هغه رسنیوته ویلي چې ځیني مسایل کاملا تخنیکي او پراخ دي نو ځکه لاهم ډیرو نورو کارونو ته اړتیا شته، خو زیاتوي چې اوس دا خبرې پیل شوي او باید دوام ورکړل شي.

د ایران او د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ د موافقې په صورت کې به ایران خپل حساس اټمي فعالیتونه بندوي او نړېواله ټولنه به پر تهران اوسني بندیزونه کموي.

یوه الماني دیپلومات له قوله هم ویلي شوي چې وایې، تیره شپه خبرې پرڅو مهمو مسایلو ودریدې.

دغه ډیپلومات چې نوم یې نه دی ښودل شوی وایې، د تخنیکي ماهرینو د ټولې شپې ترسخت کار وروسته د پام وړپرمختګ وو، خو کومه پریکړه ونه شوه. دی زیاتوي چې ښآیې یوه موافقه ترلاسه شي.

بل خوا د چبن د بهرنیوچارو وزارت له خوا په یوه اعلامیه کې له ټولو خواوو غوښتل شوي چې خبرو ته دوام ورکړي.

اعلامیه وایي، که چېرې خبرې ودریږي نو د ایران د اټمي پروګرام په اړه ټولې هلې ځلې به ضایع شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم ویلي چې د تیرې شپې په خبرو کې ښه پرمختګ شوی دی او هیله یې ښودلې چې نن چهارشنبه به کارونو یوه نتیجه ورکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس بیا نن له لوزان ښاره ولاړ او وایي، که چیرې ده ته اړتیا وه، بیرته به ورشي.

د چین د بهرنیوچارو وزیر وانګ یې پرون د سویس له دغه ساحلي ښار څخه وتلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او جرمني هڅه کوي ډاډه شي چې تهران د اټمي وسلې د جوړولو نیت نه لري. ایران تل ویلي چې اټمي فعالیتونه یې د سوله ییزو اهدافو لپاره دي.

ټاکل شوې د دې نوې موافقې له مخې ایران خپل حساس اټمي فعالیتونه محدود کړي او په بدل کې به یې پرتهران د لویدیځ له خوا لګیدلي بندیزونه لیرې شي.

خو د ایران یوه مرکچي د ایران پارس خبري اژانس ته ویلي که چېرې پدې خبرو کې د بندیزونو ستونزه حل نشي، له لویدیځ سره به هیڅ موافقه ونشي.

له دواړو لورو چارواکو ویلي چې د خبرواساسي برخه چې تر اوسه نه ده حل شوې پرایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو لېرې کول دي.

XS
SM
MD
LG