د ځینو راپورونو له مخې د دې سربیره چې د عربستان په مشرۍ د یو شمیر عربي هیوادو الوتکې پر یمن د شپږمې ورځې په مخه بمباري کوي، د ایران متحد حوثیان د عدن د ښار لوري ته پرمختګ ته ادامه ورکوي.
خو بل لوري ته د عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل نن وویل چې د حوثیانو پرضد به په یمن کې تر هغو د سعودي په مشرۍ پوځي عملیات دوام وکړي چې په یمن کې ثبات راځي.
سعود الفیصل په ریاض کې ملي شورا ته د خبرو پر مهال وویل، موږ هغه څوک نه یو چې جګړه غواړو خو که تاسو د جګړې نغاره غږوئ موږ ورته چمتو یو.
د دې جګړې په ترڅ کې تر اوسه د یو شمیر ملکیانو د وژنې خبر هم ورکړل شوی دی.
د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین د عربستان په مرکز ریاض کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال حوثي یاغیان ملامته کړل چې د دوی له لاسه د یمن په شمال لویدیځ کې د بې ځایه شویو خلکو پر کمپ بمباري وشوه:
«حوثیان هغو ځایونو ته ځي چې هلته نور خلک اوسي، یا د خلکو کورونه وي، دوی هڅه کوي چې خپلې وسلې په داسې ځایونو کې ځای پر ځای کړي. کله ناکله چې الوتکې راځي دوی له دغسې موقعیتونو استفاده کوي. دوی د استوګنې د ځایونو او د مهاجرو د کمپونو استقرار له منځه وړی او په دې ډول غواړي چې الوتکي ملامته کړي چې له پورته راځي»
د یو شمیر راپورونو له مخې تیره ورځ په بمبارۍ کې د سعودي سرحد ته نژدې تقریبا څلویښت کسان د بې ځایه شویو په یوه کمپ کې ووژل شول.
په یمن باندې د یو شمیر عربي هیوادو د ګډو عملیاتو ویاند برید جنرال احمد عسیري بیا په ریاض کې تیر ماښام ناوخته خبرې غونډې ته د کډوالو د کمپ د بمبارۍ په اړه وویل:
«موږ د عملیاتو له لومړۍ ورځ پر دې تاکید کړی چې د نورو زیانونو له اړولو ډډه کوو. په ټینګار وایم، که چیرته حوثیان له دافع هوا توپونو د خلکو له کورونو سره او د ملکیانو شاوخوا استفاده وکړي، نو جنګي جټ الوتکې به ممکن دې ډزو ته ځواب ورکړي او موږ دا نه شو تاییدولی چې داسې د کډوالو له کمپ سره شوي وي»
د یمن جګړې ته ماسکو اندیښنه څرګنده کړې ده. انترفکس اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاروف په وینا خبر ورکړ چې نن یې په ماسکو کې یوې خبرې غونډې ته وویل، موږ به اجازه ورنه کړو چې د شیعه او سني تر منځ اختلافات د عربانو او ایران تر منځ په ښکاره جګړې بدل شي.
لاوروف زیاته کړه چې هرڅه مو په وس کې وي د دې جګړې مخه به ونیسو.
تر اوسه پورې ګڼ بهرنیان په تیرې یوې اوونۍ کې له یمنه وتلي دي او د یو تازه خبر له مخې ۵۷۱ چینایان د سمندر له لارې افریقا ته انتقال شول.