د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

ډيپلوماتان وايي نه ده معلومه چې له ايران سره به لومړنۍ موافقه وشي که نه؟


دایران او شپږو لویو هیوادونو ترمینځ د اټومی خبرو یو چارواکی وايي دا څرګنده نه ده چې دواړه خواوې له ټاکل شوي مهالویش سره سم تر سبا شپې پورې یومقدماتي توافق ته سره ورسیږي کنه.

دغه ډیپلومات چې خپل نوم یې نه دی ښودلی دا خبره وروسته تر دې کړې چې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو امریکا ، فرانسې، برتانیا، چین، روسیې او جرمني بهرنیو چارو وزیران د سویس په لوزان ښار کې نن بیا خبرو ته سره کیناستل.

دغه ډيپلومات ویلي چې یولړ موضوعات چې د ایران د اټومي فعالیتونو د محدودولو مودې، په دغه هیواد باندې دلګول شویو نړیوال بندیزونو لیرې کولو او دتهران دسرغړونې په صورت کې دبندیزونو د بیا لګولو پورې ارتباط لري دخبرو ترټولو ستونزمن مسایل دي.

رویترز خبري آژانس د دغه ډیپلومات له قوله رپوټ ورکوي چې وايي که چیرې موږ دغو پوښتنو ته ځواب ونلرو توافق نه شي رامینځ ته کیدای.

تردې مخکې د برتانیې بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند سویس ته د رسیدو په مهال توافق ته د رسیدو د امکان خبره کړې وه:

”موږ ځکه دلته یو چې توافق کیدای شي رامنځته شي. د توافق ترسره کیدل د ټولو په ګټه دي خو باید داسې یو توافق وي چې ایران د اټومی بم له جوړولو لیرې وساتي. په دې کې د سازش امکان نشته. نو که چیرې موږ په څو راتلونکو ساعتونو کې دلته توافق ته رسیدل غواړو نو ایران ښایی دغو سرو کرښو ته په پاملرنه یوه عمیقه ساه واخلي اوځینی سختې پریکړې وکړي“

دایران او شپږو لویو هیوادونو، امریکا ، برتانیا ، فرانسې، چین ، روسیې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو مخکنۍ غونډه په تیرې نومبر میاشتې کې شوې وه.

د ټاکل شوي مهالویش سره سم باید دوی د سبا شپې په راتلو سره داسې یو مقدماتی توافق چې د نهایي توافق لپاره چوکات کیږدي سره لاسلیک کړي.

دغه توافق باید د ایران اټومي پروګرام محدود، پر دغه هیواد لګول شوي بندیزونه لیرې اوهغه دولس کلن کړکیچ پای ته ورسوي چې کیدای شو خطرناک ابعاد خپل کړي.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر وویل له یونیم کال مذاکراتو وروسته دوی اوس پایلوبه کې دي خو وروستۍ څو متره پاتې فاصله له ټولو سخته ده.

په اټومی مذاکراتو کې دایران یولوی چارواکي عباس عراقچي هم وویل چې خبرې وروستي، خو ډیر ستونزمن پړاو کې دي.

دغه مقدماتی توافق که چیرې وشي نو درې میاشتې وروسته به نهایی شي.

خو مخالفین وايي دغه توافق نه شي کولای ایران د اټومی وسلې د جوړولو څخه منع کړي.

په امریکا کې د جمهور رئیس اوباما جمهوري پلوي مخالفین او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د توافق مخالف دى.

د اسرائیلو صدراعظم خپلو پرونیو څرګندونو کې دغه توافق خطرناک وباله.

دغه راز دامریکا د استازو دجرګې جمهوري پلوي مشر جان بویهنر وویل :

”زه په دې نه پوهیږم چې ولی موږ داسې یوې ډلې خلکو سره توافق کوو چې زما په نظر په خپلې خبرې نه دریږي“

سره له دې چې اسرائیلو نه دي ویلي چې خپله اټومي وسله لري او کنه خو ګمان کیږي چې دغه هېواد د منځني ختیځ یوازنى اټومي ځواک دی.

XS
SM
MD
LG