تېره شپه شاخوا نهه بجې د خوست ولایت د تریزیو لسوالۍ بابرک تاڼۍ ته نږدې د کوچیانو پر کورونو توغندي لګیدلي او ملکي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سې شنبې په ورځ د خوست د سرپرست والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې د خوست بابرک تاڼې سیمې ته د پولي د پورې غاړې څخه لس توغندي راغلي، چې له کبله يې پنځه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او لس نورملکي وګړي ټپیان شوي دي.
ده زیاته کړه چې توغندي ټول په ملکي سیمو او د استوګنې پر کورنو لګيدلي دي، په دې پيښه کې درې کورونه هم ویجاړ شوي دي.
بل لوري ته د پيښې له سیمې د حاجي رمضان په نوم د کوچیانو یوه مشرمشال راډيوته د تلیفون پر لیکه وویل چې په دې پيښه کې درې ښځې وژل شوي او اته نورکسان چې ښځې او ماشومان دي ټپيان شوي دي.
حاجي رمضان زیاته چې دا توغندي بیګاه شپه د پولي د پورې غاړې څخه د دوی سیمې لوري ته توغول شوي دي.
د خوست چارواکي وايي چې د امنیتي کسانو له خوا د توغندیو په اړه څېړنې پیل شوي دي.
تریزیو ولسوالي د خوست شمال لویدیز لوري ته د قبایلي سیمې کورمې سره پر پوله پرته ده.
راپور: نجیب الله الوخېل