د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د ايران او شپږو قدرتونو ترمنځ پر اټومي مسئله خبرې نتيجې ته نژدې شوي


د ایران او نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ مهمه اټومي معامله وروستي پړاو ته نږدې شوې ده، خو دا چې د دې معاملې لپاره د مارچ ۳۱ مه نیټه ټاکل شوې، د مذاکرو له میزه لیري، ځینې قوي غږونه هم اوریدل کیږي.

له مذاکره کوونکو څخه بهر خلکو ځینې داسې سرې لیکې یا کرښې ایستلې چې پر خبرو او مذاکرو سخت اغیر کولاي شي.

په دې کرښو کې پر ایران د لګول شویو بندیزونو د کمولو، د ایران د اټومي تاسیساتو د برخلیک او هغه ډاډ په ګډون چې تهران به اټومي وسلې نه تولیدوي، ډیرې مهمې او سختې مسئلې شاملې دي.

دا چې دا سرې لیکې د تهران له خولې او که د لویدیځ له خولې بیانیږي، د امتیاز ورکولو لپاره په کې ځاى نه تر سترګو کیږي او کیداى شي چې له امله یې دواړه لوري له کومې معاملې پرته ، له مذاکرو څخه په آسانۍ سره ووځې .

د ایران له لوري وروستۍ خبره ستر مذهبې مشر آیت الله علي خامنه اي کوي، خو د اټومې معاملې په اړه د نورو سخت دریځو محافظه کارانو نظرونه چې له لویدیځ سره د معاملې مخالفت کوي، هم اوریدل کیږي.

په دوى کې د پخوانې جمهور رئیس محمود احمدي نژاد په دوره کې د ایران د اټومې پروګرام مشر سعید جلیلي او د سپاه پاسداران انقلاب قوي غړي شامل دي.

د دوى عمومي غوښتنې دا دي چې:

په معامله کې به د ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام له منځه نه ځي، هغه معامله به ونه مني چې پر ایران پوځي او اقتصادي بندیزونه جاري وساتي او په معامله کې باید د امریکا، اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو له خوا ټول لګول شوي بندیزونه سمدستي لیرې شي.

دوى دا هم وایي، که چیرې پر ایران نوي بندیزونه ولګول شي، یوه داسې نوې لایحه به تصویب کړي چې له مخې به یې تهران د یورانيمو په سلو کې د شپېتو غني کولو حق ولري.

د بحران نړیواله ډله کې د ایران د چارو جګپوړی څیړونکی علي واعظ وایي، د ایران د سخت دریځو د کیمپ مخالفت د مفکورې، ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو پر اساس دی.

د ایران ستر مذهبي مشر خامنه اي له لویدیځ سره د تهران د اټومي پروګرام د مذاکرو ملاتړ کړی، خو سخت دریځو د ایران پر جمهور رئیس حسن روحاني، د اټومي پروګرام پر مشر او د بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف انتقادونه کړي دي.

له بلې خوا، د امریکا په کانګرس کې هم د ایران د اټومي معاملې په اړه مخالفتونه زیات شوي دي. د مارچ پر نهمه په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند ۴۷ وکیلانو ایراني مشرانو ته یو سرخلاصی لیک استولی و او خبرداری یې ورکړی و چې د تهران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ هر ډول معامله باید کانګرس تصویب او تائید کړي.

د سیمې هیوادونه هم د ایران د اټومې پروګرام په اړه اندیښمن دي. د اسرائیلو صدراعظم بنيامین نتنیاهو دا بیره څرګنده کړې چې د ایران اټومې پروګرام ممکن اټم بم ته لار هواره کړي.

ده دا ګواښ هم کړی، که چیرې له تهران سره کومه معامله وشي، اسرائیل ممکن د ایران پر اټومي تاسیساتو پوځې حملې وکړي.

سعودي عربستان ویلي، هره معامله چې د ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام ته اجازه ورکړي، ممکن په منځني ختیځ کې د وسلو سیالۍ زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG