د کابل ښارسلګونه اوسیدونکو، بېلابېلو مدني بنسټونو او ګوندونو نن د فرخندې د وژل کیدو په غبرګون د سترې محکمې مخې ته مظاهره وکړه.
مظاهره کوونکو له حکومته وغوښتل چې د فرخندې په وژل کیدو کې ښکیل ټول کسان له نیول کیدو وروسته علني محاکمه کړي.
فرخنده تیره پنجشنبه مازدیګرمهال د کابل په ښارکې په دې تورچې قران مجید یې سوځولی د عامو خلکو له خوا ووژل شوه.
یوسف خان ځدراڼ د موضوع په اړه راپور لري چې د لاریون کونکو په شعارونو پیلیږي: