د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

امریکا ته د ولسمشر غني سفر هیلې راټوکولي


د افغانستان جمهور رییس اشرف غني به د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له جمهور رییس بارک اوباما سره لومړنۍ رسمي کتنه وکړي او د څیړونکو په وینا، د ښاغلي غني دا څلور ورځنی رسمي سفر به د کابل او واشنګټن په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.

د فرانسپرس آژانس په باور، په تېرو څوارلسو کلونو کې تر ډیره حده د امریکا متحده ایالاتو له یوې خوا د هلمند او وردګو په غرونو او تړو کې وینې تویولې او په بل لوري کې یې له افغان مشرانو سره موازي جګړه پرمخ وړله.

جمهور رییس اوباما او حامد کرزی چې د اوږدې مودې لپاره د افغانستان جمهور رییس و؛ په ظاهر کې متحدان وو، خو امریکایي چارواکو په شخصي ډول ویل چې کرزی یو سست، بې پروا او د ادارې فساد زغمونکی مشر دی.

د آژانس په نظر، په ۲۰۱۴م کال کې چې کله اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله واک تر لاسه کړ؛ که څه هم چې انتخابات یې له درغلیو ډک وو؛ خو امریکایانو د آرامۍ او راحت ساه واخیسته.

سپینې ماڼۍ د اشرف غني سفر هم د اړیکو په ښه کېدو کې مهم بللی او وایي، چې دا سفر د افغانستان د پخوانیو مشرانو له سفرونو سره توپیر لري.

د افغانستان او پاکستان په چارو کې د جمهور رییس بارک اوباما سلاکار "جیف ایګر" وایي:

"دا اړیکې د حامد کرزي د واکمنۍ له وخت سره توپیر لري. دا په څرګند ډول د زیاتې همکارۍ اولا ښه اړیکې دي."

د کابل او واشنګټن اړیکې ځکه ښه دي چې جمهور رییس اشرف غني امنیتي او اقتصادي بدلونونه تر لاس لاندې نیولي او افغانستان پر خپل ځان باندې د بسیا کېدو پر لور د حرکت په حال کې دی.

متحده ایالات نه شي کولای چې تر ابده به افغانستان ته مالي مرستې ورکوي او یا به یې عسکر د تل لپاره په دې هېواد کې دېره وي.

د جمهور رییس اشرف غني سلاکار داود سلطانزوی امریکا ته د ښاغلي غني سفر د دواړو هیوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل بولي.

جمهور رییس اشرف غني سپینې ماڼۍ ته له تلو مخکې په یوې مرکه کې په افغانستان کې له ۲۲۰۰ څخه د زیاتو امریکایانو قربانۍ وستایلې او د هغوی د خدمتونونو درناوی یې وکړ.

ښاغلی غني "سي این این" ټلویزیون سره مرکه کې وویل:

"امریکایي عسکر د افغانستان له غرونو، درو او دښتو سره بلد شوي وو او له موږ سره اوږه په اوږه ولاړ وو."

ټاکل شوې چې جمهور رییس غني نن د یوه ستر افغاني هیات په مشرۍ د امریکا د جمهور رییس استراحت ځای "کیمپ ډېویډ" ته لاړ شي او هلته به د امریکا د بهرنیو، دفاع او مالیې چارو له وزیرانو سره د امنیتي، اقتصادي، له طالبانو سره د سولې او پخلاینې پر مسالو خبرې وکړي.

په دې غونډه کې به د امریکا امنیتي او استخباراتي چارواکي هم ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG