د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

ولسمشر غني: افغانستان او امریکا ګډې ګټې لري


د افغانستان ولسمشر نن له امریکایي چارواکو سره ګوري. تر دې لیدنې کتنې مخکې ده د امریکا یوه ټلویزیون ته وویل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قربانیو امریکا د ترورستانو له بریدونو خوندي کړې ده؛ خو افغانستان د جګړې لومړۍ کرښه ده.

افغان ولسمشر وویل، افغانستان او امریکا د ترورستانو پرضد په جګړه کې ګډې ګټې لري. اشرف غني "سي. این. این" ټلویزیون ته وویل، که څه هم موږ یوې تراژیدۍ سره یوځای کړي یوو؛ خو مشترکې ګټې شته چې اوس کیدای شي چې ډیرې څرګندې بیان شي.

د افغانستان ولسمشر بیا هغو ګواښونو ته اشاره وکړه چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي او ویې ویل چې دغه ستونزې چې هره ورځ یې شاهدان يوو؛ ټولې نړۍ ته متوجه دي.

تمه ده چې ولسمشر اشرف غني د واشنګتن په لمن کې په کمپ ډیویډ کې نن د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري او دفاع وزیر اشټن کارتر سره وګوري.

اشرف غني تیره ورځ د امریکا د څلور ورځني سفر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې وژل شویو امریکایي پوځیانو ته اشاره وکړه او ویې ویل؛ د دغو عسکرو قربانۍ دي چې نن امریکا خوندي ده او بیا په کې ترورستي بریدونه نه دي شوي؛ خو موږ د جګړې په لومړۍ کرښه کې یوو.

د اسوشیېټډ پریس اژانس په باور، په واشګتن کې به د ولسمشر بارک اوباما او اشرف غني د سې شنبې ورځې په کتنه کې د نورو موضوعاتو په سر کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهالویش خبرې وشي.

خو تیره ورځ ولسمشر اشرف غني د "سي این این" ټلویزیون دې سوال ته مستقیم ځواب ورنه کړ چې دی په افغانستان کې د څه شمېر امریکایي پوځیانو د پاتیدو غوښتنه لري. اشرف غني وویل، زه خوشاله یم چې له تاسو سره دا معلومات شریک کړم چې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو خپله میړانه ښوولې ده او اوس موږ په دفاعي حالت کې نه یو بلکه تهاجمي دریځ لرو.

د فرانس پریس اژانس په وینا، داسې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې د خپلو قوماندانانو له غوښتنې سره سم اوس نه غواړي چې خپل مخکنی پلان تطبیق کړي. مخکې امریکا غوښتل چې د خپلو نژدې لس زره پوځیانو شمیر د روان کال تر پایه ۵۵۰۰ ته راښکته کړي.

XS
SM
MD
LG