په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي وايي؛ هغه ۳۱ افغان مسافر چې د د دې ولایت له مربوطاتو تښتول شوی برمته کوونکی یې په بدل کې د خپلو کسانو د خلاصون غوښتنه کوي.
په زابل کې د یودېرشو برمته شوو مسافرو د برخه لیک په اړه ضد او نقیض څرګندونې کیږي.
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي وايي چې دا کسان اوس هم د برمته کوونکو په لاس کې دي او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.
د ولسي جرګې غړي حمید الله توخي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل؛ تښتوونکي د برمته شوو کسانو د ازادېدو په بدل کې د خپلو ملګرو خوشې کیدل غواړي.
ښاغلي توخي وویل چې برمته کوونکو دا شرط او غوښتنه هغو سپین ږیرو او قومي مشرانو ته وړاندې کړی چې د برمته شوو د خلاصون هڅې کوي:
"هغه کسان چې تللي وو، اخري کس یې ماته وویل چې زما نوم مه یادوئ د تښتوونکو اخره غوښتنه دا ده؛ زموږ یوشمېر نارینه او ښځینه چې په کندز کابل او یوشمېر نورو ولایتونو بندیان دي؛ هغه راخلاص شي؛ په هغه اندازه چې زموږ کسان را خلاصیږي؛ موږ یې په بدل کې هغومره کسان ازاده وو.
زه هیله من یم چې دوی به خپلو کورونو ته ژر راشي او دوی ټول ژوندي دي."
دغه یودېرش مسافر شااوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل کندهار په لویه لاره د وسله والو له خوا له موټره ښکته کړای شول؛ خو تراوسه یې د برخه لیک په اړه کره معلومات نشته.
لومړی امنیتي چارواکو په زابل کې د دې کسانو د خوشې کېدو لپاره پوځي عملیات پيل کړل؛ خو وروسته یې وویل، چې عملیات نتیجه نه ورکوي او دا کسان باید د جرګو له لارې ازاد شي.
ویل کیږي، برمته کوونکو د دې کسانو یوشمېر غزني ولایت ته انتقال کړي دي.
په ولسي جرګه کې د غزني استازی محمد عارف رحماني بیا وایي چې یو شمیر برمته شوي کسان ازاد شوي دي:
"زه یې د کره شمېره په اړه معلومات نه لرم؛ خو یوشمېرخلاص شوي او تېره ورځ کابل ته رارسېدلي؛ دا کسان استخبارتي ډلو لیدلي؛ د دوی هویت یې تثبت کړی چې دوی د تښتول شویو کسانو له جملې څخه دي؛ زه ډاډمن یم چې د دوی یوشمېر ازاد شوي دي."
د اجرایي رییس دویم مرستیال محمد محقق هم د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ وویل چې یوشمیر برمته شوي کسان ازاد شوي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د زابل د امنیتي چارواکو نظر هم را واخلو؛ خو د دې ولایت مسوولین خبرو ته حاضر نه شول.
د حکومت یوې سرچینې په دې وروستیو کې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته وویل چې قضیه ډیره حساسه ده او دوی د مسافرو د ژوند د خوندیتوب لپاره په دې اړه له رسنیو سره خبرې نه کوي.
راپور: رحمت الله افغان