د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

کري: د ایران د اټمي پروګرام په اړه موافقې ته د رسېدو لپاره واټن یو خنډ دی


د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وايي چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی؛ خو د موافقې په لاره کې واټن اوس هم مهم خنډ دی.

جان کري دا خبرې پرون په سويټزرلنډ کې لندن ته تر تګ مخکې وکړې.

د ايران او نړۍ د شپږو سترو هيوادونو، امريکا، برتانيې، فرانسې، روسيې، جرمني او چين استازو تېره اوونۍ د سويس په لاوسن ښار کې تېره کړه تر څو د تهران د اټومي فعاليتونو په اړه یوې موافقې ته ورسيږي.

ايران ټينګار کوي چې اټومي فعالیتونه يې په بشپړه توګه سوله ییز دي؛ خو لويديځ هيوادونه وېره لري چې دغه هېواد به اټومي وسلې تر لاسه کړي.

ټاکل شوې ده د تهران د اټومي پروګرام د موافقې لپاره د چوکاټ موافقه به د مارچ په ۳۱مه وشي او بشپړه موافقه به د جون په دېرشمه.

کري د امريکا د فرانسې تر منځ د ايران پر ضد د بنديزونو د ورو کولو پر سر د لانجو اوازې رد کړې:

"زه غواړم ټينګار وکړم او له لومړۍ ورځې راهيسې ما په هره علني وينا کې ويلي چې دا مذاکرات د پنځه جمع يو هېوادونو او ايران تر منځ دي او زه ټينګار کوم، موږ په خپل هدف، طريقه، د حل په لاره او ارادې کې متحد يو؛ تر څو وکولی شو تضمين کړو چې د ایران اټومي پروګرام په بشپړه توګه سوله ییز دی."

په واشنګټن کې د فرانسې سفير "جرارډ اراود" مخکې د ټولينيزې رسنۍ ټويټر له لارې ليکلي وو چې د مارچ اخره د موافقې لپاره د ضرب الاجل په توګه ټاکل بې ګټې او خطرناکه دی. ده زياته کړه چې دواړه لوري زيات وخت ته اړتيا لري چې دا لانجمنه موافقه وکړي.

د نوروز په اړه په يوه ويډيويي پيغام کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما د ايران خلکو ته وويل چې دا يو تاريخي فرصت دی چې دغه مساله په سوله يیزه توګه حل کړو.

د نوروز په مناسبت په خپله وينا کې د ايران مشر آيت الله علي خامنه يي لويديځ هيوادونه کبرجن قدرتونه وبلل او ویې ويل چې دوی د تيلو د بيو په کمولو کې لاس لري. ده زياته کړه چې د ايران دښمنان غواړي ايرانيان د اسلامي جمهوريت پر وړاندې وپاروي.

XS
SM
MD
LG