د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

ولسمشر اوباما، نوی کال د نوي امکاناتو کال بللی


د امريکا ولسمشر د نوروز په مناسبت په خپل پيغام کې، نوی کال د نوي امکاناتو کال بللی دی.

ده ايرانيانو ته په خپل پيغام کې ويلي چې دا په لسيزو کې تر ټولو غوره فرصت دی چې دواړه هيوادونه اړيکې پيل کړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ايران د نوي کال د مبارکۍ پر مهال په خپل پيغام کې وويل چې له ايران سره د اټمي پروګرام په اړه په مذکراتو کې پرمختګ شوی دی خو واټن اوس هم شته.

ده وويل: زه باورلرم چې زموږملتونه يو تاريخي فرصت لري چې دا لانجه په سوله يېزه توګه حل کړي. دا فرصت بايد موږ له لاسه ورنه کړو. اوباما زياته کړه:

″زه يو ځل بيا غواړم له دې فرصت څخه په استفاده سره د ایران له خلکو او مشرانو سره په مستقيمه توګه خبرې وکړم. له تهرانه تر شيرازه او د کسپين بحيرې له سواحلو څخه تر خليج فارس پورې، تاسې د نوروز لپاره پر يوه مېز راټولېږئ، د نعمتونو لپاره شکر کوئ او د راتلونکي ته سترګې په لاره ياست.

سږکال زموږ لپاره په لسيزو کې ترټولو غوره فرصت دی چې د خپلو هېوادونو لپاره یو مختلف راتلوکی انتخاب کړو. ″

اوباما وويل، ايران د منځمهاله اټومي موافقې په اړه خپله ژمنتيا ساتلې ده خو راتلونکي ورځې او اوونۍ ډيرې مهمې دي.

اوباما وويل چې د ايران لپاره يوه لاره شته چې نړۍ ته تضمين ورکړي چې دغه هيواد اټومي وسلې نه غواړي.

ده وويل چې دا لاره به ايران د زياتو فرصتونو پر لور بوزي.

خو اوباما وايي، که د ايران مشران دا لاره د ځان لپاره غوره نه کړي، ايرانيان به يوازي او د نړيوالو فرصتونو څخه بې برخې پاته شي.

په داسې حال کې چې د مارچ په پای کې د ايران او شپږو سترو قدرتونو ترمنځ د اټمي پروګرام په اړه د موافقې د چوکاټ لپاره ضرب الاجل ټاکل شوی دی او تمه ده د جون په شلمه نېټه اخري موافقه لاسليک شي، ايراني او امريکايي ډپلوماټانو د دې موافقې لپاره په مذکراتو کې د پرمختګ په اړه ويلي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د پنجشنبې په ورځ ويلي:

د مذاکراتو په اړه ډېر نوي موضوعات شته خو پرمختګونه شوي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د ايران رسمي خبري اژانس ايرنا ته ويلي:

موږ په ښه توګه پر مخ روان يو خو زيات کارونه پاته دي چې وشي.

د ايراني او امريکايي ډپلوماټان له دې څرګندونو وروسته يوه اروپايي ډپلوماټ فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي چې مذاکره کوونکي له موافقې څخه ډېر لیري دي. دغه ډپلوماټ په خبرو کې له خپل موقف څخه د ايران شاته پاتې کېدل د دې ناکامي سبب ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG