د بلخ ولایت چارواکي وايي، چې نوروز جشن لمانځې لپاره پوره چمتوالی لري.
د بلخ سرپرست والي ویاند، منیر فرهاد له آزادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د نوروز جشن او د ګلسرخ میلې لمانځنې لپاره یې هر ډول امنیتي چمتوالی نیولی دی.
منیر وايي چې د نوروز لمانځنې پر مهال بلخ ولایت به د سلګونه زرو کورنيو او باندنیو مېلمنو کوربه وي؛ دا چې نوروز پخوانی آریایي جشن دی او اوس مهال یې هم نړېواله بڼه خپله کړې ده؛ سږ کال به هم د تېر کال په شان په لویو او شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي.
فرهاد آزادۍ راډیو ته وویل؛ له دې سره چې د بلخ ولایت محلي حکومت د نوروز لمانځنې لپاره لازم امنیتي تدابیر په پام کې نیولي؛ تر دمه هېڅ ډول امنیتي تهدید یادو مراسمو ته نه دی مواجه شوی.
منیر وايي، چې د بلخ سرپرست والي په مشرۍ یو شپږ کسیز کمیسیون د نوروز لپاره د چمتوالي په خاطر جوړ شوی او د امنیتي برخې ترڅنګ به د ښار پاکوونې؛ د سرسبزي، ښکلا او فرهنګي برخو کې کار کوي:
"د نوروز لمانځنې لپاره پوره چمتوالی نیول شوی دی؛ په همدې منظور یو کمیسیون رامنځته شوی او له هر پلوه خپل کارونو د نوروز د ښې لمانځنې په مقصد پر مخ بیایي."
په عین وخت کې د مزارشریف ښاریان هم د نوروز جشن د لمانځنې په خاطر له یادو آمادګیو څخه خوښ دي او باور لري چې محلي دولت د نوروز د تجلیل لپاره ټینګ تدابیر نیولي او هېڅ امنیتي پېښه به رامنځته نه شي.
نوروز چې یو آریایي جشن دی د لمانځنې پر مهال یې بلخیان او ورته راغلي مېلمانه د ښار څخه د باندې صحرا ته وځي او ډول ډول لوبې ترسره کوي.
د بلخ یو اوسېدونکی یې په اړه وايي:
"موږ د امنیت لپاره دې ښار کې ډېر خوش بین یو؛ د نوروز پر مهال ډول ډول لوبې ترسره کیږي او له هغې جملې خلک خو لومړی دښتو ته وځي؛ وزلو به دلته ترسره کیږي او کشتی نیول کیږي."
نوروز ته د چمتوالي په خاطر مو د مزارشریف د ښاروالي ریاست ته سر ورښکاره کړ او هلته مې د یاد جشن د لمناځنې په خاطر د موجوده تیارو په اړه وپوښتل؛ د مزار ښاروالي مرستیال عتیق وهاب زاده یې په اړه راته داسې وویل:
"د مزارش ښاروالي څلور بابه ښوونځي تیار کړي چې په کې له مختلفو سیمو څخه راغلي کسان د نوروز شپې او ورځې په خوښي سره سبا کړي او هر ډول امنیتي چمتوالی ورته نیول شوی دی."
له موجوده چمتوالي سره سرهپه را روان نوروز کې به بلخ ولایت د څه باندې دوه لکه مېلمنو کوربه وي.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ