د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي؛ ترکومه چې له پاکستان او ایران څخه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه نشي په دې هیواد کې سوله نا شونې ده.
په داسې حال کې چې افغان حکومت له مخالفو غاړو سره د سولې د پروسې لپاره خپلې هڅې چټکې کړي؛ د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا هڅې به ترهغې نتیجه ورنه کړي چې افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه نه شي.
د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال عتیق الله عاطف مل د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې افغان حکومت باید د دې ستونزې د حل لپاره اساسي اقدامات وکړي:
"تر کله چې د افغان کډوالو معضله حل نه شي هغه درې عشاریه څلور میلیونه افغان کډوال چې په ایران کې دي او همدارنګه درې عشاریه یو میلیون چې په پاکستان کې دي؛ دوی افغانستان ته رانه شي، نو په افغانستان کې به سوله رانه شي او دا د ژوند تر اخره به د یوه د فشار په ډول ترې کار واخستل شي؛ نو بناءً باید په دې برخه کې جدي کار وشي او یو منظم میکانیزم جوړ شي."
نوموړی همدارنګه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو او د دې ستونزې د حل لپاره دیوه نړیوال کنفرانس د رابللو وړاندیز هم کوي.
سره له دې چې تردې مخکي هم داسې څرګندونې شوي چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو له شتون څخه ناوړه استفاده کیږي؛ خو د افغانستان د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د دغو کډوالو د بیرته ستنولو لپاره هڅې روانې دي.
په عین حال کې د ولسي جرګې دویم مرستیال نذير احمد احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنیدنه به د سولې او امنیت سره ډېره مرسته وکړي.
نوموړي همدارنګه وویل چې دوی به پر افغان حکومت فشار راوړي؛ ترڅو هیواد ته د افغان کډوالو د راستنېدنې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې:
"که چیرې افغان مهاجر له ایران او پاکستان نه راشي؛ دوی په امنیت کې پنځوس فیصده موږ تاسې سره همکاري کوي او دولت نه هم موږ غوښتي چې په دې برخه کې افغان کډوالو ته په هېواد کې اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو چې هېواد ته ستانه شي."
سره له دې چې د سولې په اړه رسمې خبرې اترې نه دي پیل شوي؛ خو د نوي حکومت له جوړیدو سره سم پدې برخه کې هڅې روانې دي.
یوشمېر افغان څيړونکي هم ټينګار کوي چې افغان حکومت باید د سولې د خبرو اترو ترڅنګ د افغان کډوالو د بیا راستنولو لپاره هم کار وکړي؛ ترڅو پاکستان او ایران ونه شي کولای چې له دې لارې اوبه خړې او امتیاز ترلاسه کړي.
راپور: ناجیه ساپۍ