د لاهور په «يوحنا آباد» کې پر دوو کليساوو د يکشنبې د ورځې دوو ځانوژونکيو بريدونو په پاکستان کې مېشت عيسويان سخت خواشيني کړل او سمدستي يې په لاهور، کراچۍ، پېښور او کوټه کې له درد او قهره ډک احتجاجونه وکړل.
په کوټه کې سلګونه عيسويانو د ښار پر لويو سړکونو لاريون وکړ، د پنجاب د ايالتي حکومت او ترهګرۍ په ضد يې شعارونه هم ورکړل.
په احتجاجي مظاهره کې شريکو کسانو د پاکستان مرکزي او د پنجاب ايالتي حکومت پړه وبلل، چې وايي د دوى په شمول د دې هېواد هيڅ يوه اقليت ته د خپلو خلکو په نظر نه ګوري، ځکه خو وسلوال په لوى زړه د دوى پر عبادتځايونو او استوګنځايونو باندې حملې کوي. په مظاهره کې شريک يو تن چوهدري يونس وايي حکومت چې اوس د دوى د خلکو امنيت نه شي نيولاى، پر مخ د دوى عيد او روژې را روانې دي، خلک به يې څنګه خپل مذهبي مراسم تر سره کوي:
" ترهګرۍ خو نه کومه امام بارګاه، نه کوم مسجد، نه مندر او نه کليسا پرېښوه، دا خو هيڅ دين ايمان نه لري.
د لاهور په يوحنا آباد کې چې زموږ پر کليسا باندې کومې حملې شوي، زموږ خويندې، لوڼه او زامن پکې مړه شوي زموږ زړه پر دې پېښه ژاړي، له موږ سره تل داسې کېږي، موږ له پنجاب حکومته غواړو چې زموږ مرسته وکړي او غم مو وخوري، موږ له خپلو عيسوي مشرانو هم غواړو، چې د عيسويانو د يووالي لپاره يو کمېسون جوړ کړي، چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره سره يو شو"
په مظاهره کې شريک يوه بل تن مظفر بټي ازادي راډيو ته وويل، چې په کوټه کې د دوى د استوګنې د ځايونو هم ټينګ امنيت نه دى نيول شوى او دوى تل په اندېښنه کوي، چې هسې نه ترهګر د دوى پر کورونو هم حملې وکړي:
"موږ مجبوره يو څه کولاى شو، موږ په اوړو کې د مالګې په مثال يو، امنيتي ادارې هيڅ موږ ته توجه نه کوي، زموږ د استوګنځايونو او کليساوو هيڅ امنيت نه دى نيول شوى، څومره امنيتي کسان چې پکار وي هغومره نه شته، څلور پينځه پوليس ولاړ وي، هغوى نه څوک را ګرځوي، نه د چا تالاشي اخلي، زموږ خپل خلک مرسته ورسره کوي، موږ غواړو چې ملېشه ځواکونو زموږ پر امنيت وګومارل شي، موږ پر ملېشه وو باور لرو"
د عيسويانو تر احتجاجي مظاهرې وروسته په کوټه کې د جمعيت علماى اسلام ګوند يوه مشر او د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې مرستيال مشر مولانا عبدالغفور حيدري له رسنيو سره په خبرو کې په لاهور کې پر کليساوو دا بريد په کلکه وغانده او د پنجاب له حکومته يې د پېښې د مرتکبينو د نيولو او په جزا رسولو غوښتنه وکړه.
د يوې اندازې له مخې د پاکستان په ١٨٠ ميليونه نفوسو کې دوه فيصده عيسويان اوسېږي، خو په دې وروستيو کلونو کې د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د عيسويانو تر څنګ پر هندوانو، احمديانو او شيعه اقليتونو او د هغوى پر عبادتځايونو هم په وار- وار حملې شوې دي، چې مسئووليت يې د پاکستان وسلوالو طالبانو او يا هم له دوى سره تړليو سني وسلوالو ډلو پر غاړه اخيستى دى.
رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه