د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د نویو والیانو تر ټاکل کېدو مخکې د ولایتونو ارزونه پیل شوې


افغان چارواکې وایي، د والیانو د ټاکنې په اړه به د دولتي هیات له څیړنې او ارزونې وروسته پریکړه وشي.

دوي وایي، دا یوه اوږده پروسه ده او د والیانو په تقرر کې باید پوره دقت او مشورې وشي.

د ملي وحدت حکومت چارواکي وایي؛ یو دولتي هیات موظف شوی چې د هغو ولایتونو چارې وارزوې چې د سرپرستو والیانو له خوا اداره کیږي. د دې هیات له څیړنو وروسته به نوې والیان وټاکل شي.

د اجراییوي رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل آزادي راډیو ته وویل؛ په څو ولایتونو کي چې د دې هیئت کارونه ختم شوي؛ نوې والیان په کې ټاکل شوي دي.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو څخه شاوخوا شپږ میاشتې تیرې شوې؛ خو تراوسه یوازې د څو محدودو ولایتونو والیان ټاکل شوي دي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ وایي؛ د ولایتونو د لومړۍ درجه مسولینو ټاکل او په ولایتونو کې اصلاحات او بدلونونه ډیر وخت ته اړتیا لري او باید چې په دې کار کې پوره دقت او مشوره وشي.

په عین حال کې یوه حکومتي چارواکي آزادي راډیو ته ویلي؛ ټاکل شوې وه چې دولس والیان وټاکل شي؛ خو د ده په وینا، له یوې خوا د سولې عملیه روانه ده او له بلې خوا د جمهور رییس او اجراییوي رییس ترمنځ د یوه جزیي اختلاف له امله د والیانو ټاکنه ځنډیلې ده.

خو جاوید فیصل آزادي راډیو سره خبرو کې دا مساله رد کړه او وایي، په هغې سیاسي موافقې کې چې د دواړو مشرانوتر منځ شوې ده؛ د والیانو د ټاکنې مساله په کې پوره روښانه ده او پنځوس پنځوس ده.

ده زیاته کړه، د مشرانو ترمنځ د افرادو په ټاکلو کې اختلاف یوه طبیعې مساله ده.

یو شمېر سیاسي څیړونکې په دي باور دي چې د ملي وحدت حکومت باید ډیر له وخته کابینه او والیان ټاکلې وای او دا ځکه چې دا ټاکنې د افغانستان په اقتصادي ودې؛ ټولنیزو او امنیتي چارو اغیز کوي.

XS
SM
MD
LG