د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي وايي چې د پاکستان او افغانستان سوله و ثبات له يو بل سره تړلي دي او په کار ده چې دواړه هېوادونه په خپلو هېوادونو او سيمه کې د سولې او ثبات لپاره خپلمنځي اړيکې لا پراخې او پياوړې کړي.
دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د کډوالو چارو له وزير سيد عالمي بلخي سره د ليدنې پر مهال وويل؛ په افغانستان کې د نوي حکومت تر راتلو وروسته د دواړو هېوادونو اړيکي يوه نوي تاريخي پړاو ته ننوتي چې په متقابل درناوي ولاړې دي.
نواز شريف وايي چې په حکومت يې له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکيو غوښتونکى دى او په دې لړ کې يې پاليسي روښانه ده.
د پاکستان د صدرعظم له دفتره يوې خپرې شوې اعلاميې د نواز شريف په حواله ويلي:
"پاکستان او افغانستان پر دې سلا شوي چې پخواني رنجشونه يوې ډډې ته کړي او د پراخو دوه اړخيزو اړيکيو لپاره کار وکړى شي."
اعلاميه کاږي چې پاکستان له افغانستان سره د سياسي؛ تجارتي او اقتصادي اړيکيو پراختيا غواړي او همداراز پاکستان د ترورېزم په ضد جګړه کې د افغانستان همکار دى.
نواز شريف همداراز ويلي چې دواړو هېوادونه په دې سلا دي چې خپله خاوره به د يو بل پر ضد نه کاروي او په خبره يې:
"ترورېزم د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دى او دواړه هېوادونه بايد ددغې پديدې دځپلو لپاره ګډې هڅې وکړي. دواړو هېوادونو په دې لړ کې ډېر زيانونه ګاللي. "
نواز شريف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستيو کې د پاکستان و افغانستان ترمنځ د سياسي او پوځي پلاوو تګ راتګ ډېر شوى او د پخوا په پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرو مسالو بحثونه شوي دي.
په عين حال کې د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو يو شمېر څارونکي د نواز شريف ورستيو څرګندونو ته په اشاره وايي چې د پاکستان او افغانستان سوله او ثبات له يو بل سره تړلي دي؛ نو پکار ده چې دا هېوادونه خپلې هراړخيزې اړيکي پياوړې کړي؛، ځکه چې په يوه هېواد کې سياسي بې ثباتي پر بل مستقيم اغېز کوي.
د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
"دواړه ګاونډي هېوادونه دي او دا چې کومه پوله ده ډيورنډ کرښه هغه خو سهي معنا کې يوه نړېواله يا داسې مضبوطه پوله نه ده؛ نو په پاکستان کې چې امنيت نه وي؛ نو د هغې منفي اثرات به په افغانستان باندې پرېوځي او همدارنګه چې افغانستان کې سياسي استحکام اوثبات نه وي او هلته کې جنګ روان وي؛ نو د هغې اثرات به پر پاکستان باندې پرېوځي؛ ځکه چې دواړه سره تړلي دي."
نواز شريف همداراز د افغانستان د کډوالو چارو وزير ته چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرو اترو لپاره دې هېواد ته تللى و؛ ډاډ ورکړ، چې هېواد يې د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدا کې د نړېوالې ټولنې د منل شوې لايحې درناوى کوي او په خبره يې چې دواړه هېوادونه بايد له "يو اين ايچ سي آر" سره يوځاى د کډوالو د بېرته ستنېدا لپاره پر يوه ټولمنلي پلان کار وکړي.
راپور: ذبيح شفق