د بلخ ولایت سرپرست والي عطا محمد نور یوځل بیا په افغانستان کې د داعش د فعالیت پراخېدو په اړه اندېښه ښکاره کړه.
عطا محمد نورچې په مزارشریف کې د عبدالعلي مزاري د تلین لمانځ غونډې ته خبرې کولې وویل، چې اوس مهال د دولت مخالفیو وسلوالو خپل نوم بدل کړی او په نوي هویت او بیرغ سره په هڅه کې دي ترڅو خپل فعالیت د سیمې په سطح وغځوي.
د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور وايي، چې مخالفین هڅه کوي د نوم په بدلولو سره خپل فعالیت د سیمې په سطح پراخ کړي.
ښاغلي نورچې په مزارشریف کې د عبدالعلي مزاري د تلین لمانځ غونډې ته خبرې کولې وویل، اوس مهال د افغان دولت مخالفو وسلوالو او طالبانو خپل نوم ته بدلون ورکړی او د داعش ډلې او بیرغ تر نامه لاندې غواړي خپل تروریستي فعالیتونو د سیمې په سطح وغځوي.
هغه وویل، چې د مخالفینو فعالیتونه په یوې ځانګړې سیمې ته متمرکز نوي او دا ډله د دې په هڅه کې ده چې خپل ورانکاري فعالیتونو پراخ کړي.
نور وویل، چې ترڅو افغانان خپل سیاسي پوهې او شعورته وده ورنکړي، نو مخالفین به هم خپل دې اهدافو ته په اسانه توګه د تحقق ور وبخښي:
"ځینې څېرې په هڅه کې دي، چې طالبانو ډله بدله کړي او د داعش ډله رامنځته کړي، سپین بیرغ ته تور رنګ ورکړي او هغوی ته امکانات برابرکړي چې یوځل بیا د وژنې ماشین فعال کړي او اسلام بدنامه شي، دا برنامې به یواځې افغانستان کې پرمخ نه ځي بلکه د سیمې په سطح به وده وکړي."
عطا محمد نورپه زابل ولایت کې ۳۱ افغان برمته شويو کسانو ته هم اشاره درلوده او ويي ویل، چې دا کسان د مذهبي قومي او لیساني تبعیض قرباني شوي دي.
په عین حال کې عطامحمد نور یو ځل بیا د بشرحقونو د څار ادارې وروستۍ راپورچې د بشري حقونو د ناقضینو په اړه یې خپور کړې وه او د ښاغلي نور نوم هم په کې شامل دی، په کلکو الفاظو رد کړ.
نور یاده مساله یوه سیاسي توطیه وبلله او زیاته یې کړه، چې ځیني کړۍ د دې په هڅه کې دي ترڅو سیاسي څېرې بدنامې کړي او همدارنګه یې د بشر حقونو د کمیسیون چارواکي، ځیني کمیشنران، یو شمېر ټولنیز بنسټونه او ځیني خبریالان چې په یاد راپورکې یې موجوده محویاتو ته انعکاس ورکړی وه، دین ستیزه وبلل:
"د بشرحقونو څه چې موږ پېسې را ټول کړي، هغه له حقیقته لرې موضوعات دي، د هغه لږ فیصدي هم له حقیقت سره اړخ نه لګوي، دوی پر موږ پر چسپ لګولی، موږ هغه کسان چې دا برنامې او توطېې جوړوي او د بشرحقونو سره کارکوي پېژنو.
د بشرحقونو په راس کې هغه څوک دي چې دین ستیزه برنامې څاري او د دین مخالف دي."
د عبدالعي مزاري د تلین په دې لمانځ غونډه کې د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم خبرې وکړي، هغه په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه ښکاره کړه او وویل، چې افغانان دې د تروریزم سره د مقابلې په برخه کې ټولو ژبني، قومي او سمتي اختلافاتو ته نه ووايي، او د ملي یوالي پروسې ته حاکمیت ور وبښي.
مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ