د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

سعادت: اصلاحاتي کمیټې ته باید له قانونه پورته صلاحیتونه ورنه کړل شي


د افغانستان د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون وايي، که د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو کمیسیون ته له قانونه لوړ صلاحیتونو ورکړل شي، نو قانوني بڼه به ونه لري.

عبدالستار سعادت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ د ملي شورا د پرانیستنې په غونډه کې ډاډ څرګند کړ چې په انتخاباتي نظام کې به اصلاحات راولي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکې یا اکسین چارواکې وايي، کله چې په انتخاباتي نظام کې اصلاحات رامنځ ته کېږي نو طبیعي ده چې ځیني قوانین به تغیر او تعدیل شي.

د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون وايي، په انتخاباتي نظام کې اصلاحات راوستل یو اصل دی او دوی یې هم پلوي کوي، خو په دې شرط چې د اصلاحاتو په نامه کمیسیون ته له قانونه لوړ صلاحیتونه ورنه کړل شي.

د دې کمیسیون رییس عبدالستارسعادت د چهارشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې خبریالانوته وویل:

″که د اصلاحاتو په نوم کمیټه هرڅوک د هرچا له خوا څه ولسمشر وي یا بل څوک جوړوي او له قانونه پورته صلاحیتونه ورکړل شي دا به د افغانستان د انتخاباتو سره د افغانستان له راتلونکي سره لوی ظلم وي دا به یوه غیرقانوني کمیټه وي او هیڅ حقوقي اثرات به هم پرې نه مراتب کېږي او که چېرې په اجباري ډول پرې مراتبیږي بیا نو انتخابات، ډیموکراسي او اجبار یوځای یو له بل سره نه ښيي او دا بدې نتیجې لري.″

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشراشرف غني د شنبې په ورځ د ملي شورا د پرانیستې په غونډه کې ډاډ څرګند کړ چې په انتخاباتي نظام کې به اصلاحات راولي.

د حکومت اجرايي ریاست وايي چې د انتخاباتي نظام د اصلاح پر کمېټې توافق شوی او ولسمشربه د یو فرمان له مخې یاده کمېټه اعلان او په کار به پیل وکړي.

بل خوا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې د شبکې یا اکسین چارواکي وايي، کله چې په انتخاباتي نظام کې اصلاحات راځي نو د قوانین تغیر او تعدیل په کې حتمي دي.

د دې ټولنې مشرجانداد سپین غر ازادۍ راډيو ته وویل، کوم اصلاحات چې راځي هغه به له قانون سره سم رامنځ ته کېږي:

″کوم اصلاحات چې راځي هغه اصولا له قانون سره برابر راځي د اصلاحاتو لپاره که د قانون تعدیل دی هم د اصلاحاتو اړوند راځي او اصلاحات خپله له قانون سره په حقوقي چوکاټ کې منځته راځي.″

په همدې حال کې د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون د جمهوري ریاست د تېردوه ځلي او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو یوه پنځه سوه صفحه يي تحقیقي راپورهم خپور کړی.

د دې کمېسیون چارواکې وايي، په یاد راپور کار شوی او په تېرو انتخاباتو کې ځیني درغلۍ په ډاګه کوي.

دی وايي چې د دوی د پلټنو په اساس معلومه شوې چې چې ۹۸۸۷ د انتخاباتو دایمي او موقتي کارکوونکي په درغلۍ تورن او په تورلست کې شامل شوي او نه شي کولای چې د لسوکلونو لپاره په انتخاباتو کې کار وکړي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون چارواکي دغه شان وايي، دا راپورپه افغانستان کې بې ساری دی او کولای شي په راتلونکي کې د شفافو انتخاباتو لپاره مرسته وکړي.

کارپوهان وايي، افغان حکومت باید راتلونکي انتخابات له هرډول درغلیو او د پردیو له لاسوهنې پرته په شفاف ډول ترسره کړي، څو د افغانستان په انتخاباتو د یو شمېر خلکو بایللی باور بېرته ترلاسه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG