د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د استازي "اقبال صافي" دوسیه لویې څارنوالۍ ته استول شوې


د کابل د ترافیکو مدیر اسدالله
د کابل د ترافیکو مدیر اسدالله

د کابل د ترافیک چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ کې د ترافیکي پیښې دوسیه یې څارنوالۍ ته لیږلې.

ویل شوي چې د تیرې دوشنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې د ولسي جرګې د یوه وکیل موټر پر یو بل موټر ختلی چې د ټکسي موټر چلوونکی په کې وژل شوی دی.

د ولسي جرګې غړی اقبال صافي دا پېښه منلې؛ خو ویلي یې چې دی په موټر کې نه و.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا وکیل اقبال صافی دا مني چې د ده د موټر په یوه ترافیکي پیښه کې؛ یو کس وژل شوی، خو د کابل ترافیک د دغه وکیل د هویت په اړه بې خبري ښيي.

د کابل د ترافیکو مدیر اسدالله وايي چې د دغه پیښې د عامل رنجر موټر؛ له دوی سره دی او دوی د مقابل موټر د چلوونکي تر مړینې وروسته د دې پيښې دوسیه څارنوالۍ ته لیږلې ده:

"دا موټر موږ سره دی، طبعاً چې د موټر خاوند او چلوونکی پیدا کیږي؛ موږ عکسونه اخیستي، دوسیه مو هم رسمي کړې او د لویدیځ زون د استیناف څارنوالی ته مو لیږلې ده. "

د تیرې دوشنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې په ولسي جرګه کې د کاپیسا د وکیل اقبال صافي د موټر په ترافیکي پيښه کې د یوه موټر چلوونکی ټپي شوي او بیا په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

ویل شوي چې تر پیښې وروسته اقبال صافي خپل ټپي شوي ساتونکي روغتون ته رسولي؛ خو د ټکسي موټر چلوونکی جهانګیر، د سیمې د خلکو له خوا روغتون ته رسول شوی دی.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا وکیل اقبال صافی دغه پيښه مني؛ خو وايي چې دی خپله د پیښې پر مهال په نوموړي موټر کې نه و:

"موږ له وکیلانو سره په بل موټر کې پارلمان ته رسیدلي وو چې ویل یې موټر دې حادثه کړې؛ زما موټر چلوونکی په کوما حالت کې و؛ درې کسه نور ټپیان شوي وه، یو کس چې زموږ موټر کې ټپي و میلمه و؛ د سراچې چلوونکی جهانګیر مو په خپله انتقال کړ؛ موږ د قانون له مخې پر مخ ځو هر څه چې قانون وايي؛ ورته تسلیم یو او له کورنی سره یې په تماس کې یو. "

یادې پیښې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

په فیسبوک کې یو شمېر کسانو لیکلي چې د قانون د تطبیق په لار کې له حکومت څخه د انصاف او همداراز د ولسي جرګې د وکیل اقبال صافي محاکمه غواړي.

میرویس امر خېل په خپلې فیسبوک پاڼه کې لیکلي؛ که ولسمشر اشرف غني له مظلومو کسانونه دفاع کوي؛ نو اقبال دې د قانون منګولو ته وسپاري؛ ځکه چې د یوه ټکسي چلوونکي له وینې دفاع افضل جهاد دی.

محمد نسیم ستانکزي هم په خپل فیسبوک کې لیکلي؛ راځئ ملګرو د دغه قاتل د محکمې غوښتنه وکړو راځي نن د قانون د تطبیق لپاره کمپاین وکړو.

د موټر چلوونکي جهانګیر ورور روح الله هم غواړي چې حکومت دې د دې پیښې عامل محکمه کړي:

"باید زموږ حق راکړي، څه چې تلف شوي زمونږ حق باید راکړل شي؛ زموږ د مسکینانو غم باید وخوري؛ د ده د اولادونو غم باید وخوري له دولت نه دا غوښتنه لرو؛ که خپل سري کوي یا زور وايي باید محکمه شي. "

کارپوهان وايي چې د قانون جوړونکي او تصویبونکي تر هر چا د مخه باید د قانون تطبیق ته غاړه کیږدي؛ نه داچې د سرغړونو په صورت کې دوی لومړي تر ټولو د قانون سرغړونکي اوسي.

XS
SM
MD
LG