د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

د خامنه اي د ناروغۍ اوازې خپرې شوي


دایران دولتي ټلویزیون دیکشنبې په ورځ داسې تصویرونه خپاره کړل چې په هغو کې ددغه هیواد مذهبی مشر آیت الله خامنه ای ولیدل شو چې په تهران کې خپل کور کې دچاپیریال ساتنې یو شمیر چارواکو او نورو فعالانو سره ګوري.

۷۵ کلن خامنه ای په دغو تصویرونو کې هوسا او په ښه صحي وضعیت کې ښکاریده خو دا څرګنده نه شوه چې ددغو تصویرونو فیلم کله اخیستل شوی و.

بهرنیو رسنیو او خبري ویب پاڼو په وروستیو ورځو کې اوازې خپرې کړې چې دایران مذهبی مشر سخت ناروغ او په روغتون کې بستر دی.

هغه پنځه میاشتې مخکې یوه اونۍ بستر شوی و. آیت الله خامنه اي چې په ایران کې تر ټولو اوچت واک لري پنځه ویشت کاله پخوا دایران داسلامی انقلاب دمشر آیت الله خمینی پر ځای وټاکل سو.

د ایران دروحاني مشر د روغتیایی وضعیت دناوړتیا اوازې په داسې حال کې خپرې شوې چې ددغه هیواد او دنړې دشپږو لویو قدرتونو ترمینځ اټومی خبرې اترې یوې حساسې مرحلې ته رسیدلي دي.

دایران اټومی مرکچیان د دغه هیواد د روحانی مشر له ملاتړه برخمن دي.

دامریکا جمهور رییس پرون وویل که چیرې کوم مناسب توافق رامینځ ته نه شي واشنګټن له خبرو لاس اخلي.

باراک اوباما په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه دغه راز وویل هرتوافق چې رامینځ ته کیږي باید لویدیځو قدرتونو ته دتحقیق او پلټنې اجازه ورکړي ترڅو ډاډمن شي چې تهران اټومی وسله نه جوړوي.

هغه وویل توافق باید دا یقینی کړي که چیری دوی له چل ول کارواخلي موږ داقداماتو لپاره کافی وخت ولرو.

ایران او دنړۍ شپږو لویو قدرتونو ، امریکا ، روسیې ، چین ، فرانسې، برتانیي او جرمني سره منلې چې دروانې مارچ میاشتې تر پایه باید یو مقدماتی توافق ته سره ورسیږي خو په دې لاره کې اوس هم اختلافات شته.

ټاکل سوې چې مرکچې خواوې دراتلونکې یکشنبې په ورځ بیا خبرو ته سره کیني.

ایران ټینګار کوي چې اټومی پروګرام یي یواځي سوله ييز اهداف لري.

XS
SM
MD
LG